Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
نړۍوالو مرستندویو سازمانونو په یوه ګډه اعلامیه کې خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بندیزونو له امله د غزې خلک سختې لوږې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او له حکومتونو یې غوښتي چې په دې اړه بېړنی اقدام وکړي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل له لوري د درملو، خوراکي او نورو اړتیا وړ توکو پر وړاندې له درې میاشتني خنډ وروسته، د بشري مرستو لومړی کاروان غزې ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، بریتانیا، فرانسې او کاناډا د اسرائیلو له لوري پر غزې د بریدونو دوام غندلی او د دغو بریدونو د درېدو غوښتنه یې کړې ده.
په لیبیا کې د امریکا سفارت هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې له غزې دغه هېواد ته د فلسطینیانو لېږدولو پر پلان کار کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر منځني ختیځ ته له سفر وروسته ویلي چې غزې ته باید بشري مرستې واستول شي.
د خوړو خوندیتوب برخې نړۍوال کارپوهان وایي، که اسرائیل د غزې کلابندي پای ته ونه رسوي او پوځي عملیات ونه دروي، هلته به خلک له سختې قحطۍ سره مخ شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلو له لوري د غزې پر تړانګه د بریدونو بیا پیل غندلي او وایي چې اغېزناک هېوادونه دې د فلسطین له مظلوم ولس څخه خپل کلک ملاتړ څرګند کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند وایي، غزې ته د غځېدلو لارو بندېدل به د هغو خلکو لپاره چې نوي له څو میاشتني محرومیت او لوږې راوتلي، بدې پایلې ولري.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د عربي هېوادونو مشرانو د مصر په پلازمېنه قاهره کې د غزې د بیارغونې لپاره د دغه هېواد پلان تصویب کړ.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو تر هغې وروسته، غزې ته د مرستو بار لاریو مخه نیولې چې دویم پړاو اوربند له ستونزو سره مخ شوی دی.
د امریکا جمهوريغوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام ویلي، په سنا کې هیڅ داسې لېوالتیا چې وښيي امریکا دې په هر ډول چې وي د غزې کنټرول ترلاسه کړي، نشته.
د غزې روغتيايي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۴ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۰ نور ټپيان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP