منځپانګې ته تلل
جمعه ۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۰ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۵°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

غور

۲۵۱ راپورونه

راپورونه

غور کې یو شمېر کروندګر د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي

غور کې یو شمېر کروندګر وايي، د وچکالۍ او اوبو له کمښت سره سره توانېدلي چې د اصلاح شوو تخمونو او د کرنې له نویو طریقو په استفادې د خپلو کچالانو حاصلات زیات کړي. خو دوی دغه‌راز د سړو خونو او خپلو کرنیزو محصولاتو ته د مناسب بازار له نشتوالي شکایت لري او په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوي.

غور کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو جوړېدو چارې پیل شوې

غور کې سیمه‌ییزې سرچینې د دغه ولایت په تیوره او پسابند ولسوالیو کې د نږدې ۱۴ میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو د دوو شبکو جوړولو خبر ورکوي او وايي چې په بشپړېدو سره به یې لسګونه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

غور کې د اوبو رسونې د درېیو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

غور کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په پسابند، دولت‌یار او الفاروق ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو شبکو جوړولو چارو له پيلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

غور کې د م.م د امنیتي قطعې اړوند یو موټرچلوونکی د یوې ترافیکي پېښې په تړاو نیول شوی

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو اړوند یو موټرچلوونکی د هغې ترافیکي پېښې په تړاو چې دوه ماشومانې په‌کې مړې شوې وې، نیول شوی، خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غور کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني پای ته ورسېده

په غور کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په دولت‌یار ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ سل کلنه دښمني چې د ځمکې د مالکیت پر سر رامنځته شوې وه، له کلونو راهیسې له بې‌پایلې هڅو وروسته، د سترې محکمې د وروستۍ پرېکړې له مخې پای ته ورسېده.

د روغتیايي خدمتونو کمښت او د مېندوارۍ په اړه د پوهاوي کچې ټیټوالی؛ د غور په دولتیار کې د ځینو ښځو ستونزې

په داسې حال کې چې د نسايي ولادي برخې متخصصین د مېندوارۍ پر مهال مراقبتونه د مور او ماشومام د روغتیا لپاره مهم بولي، خو د غور په دولت‌یار ولسوالۍ کې ځینې ښځې وايي، له روغتیايي مرکزونو د لرې‌والي، د پوهاوي کچې ټیټوالي او ځینو کورنیو ستونزو له امله د مېندوارۍ دورې خدماتو ته کم لاسرسی لري.

د غور په شهرک ولسوالۍ کې پر هریرود سیند د پله نشتوالي له امله خلک له ستونزو سره مخ دي

د غور د شهرک ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، وروسته له هغه چې د تېر کال سېلابونو په دې ولسوالۍ کې پر هریرود سیند یوازېنی پل ونړاوه، اوس اړ دي له دغه سینده د تېرېدو لپاره له ټوپي کښتیو ګټه واخلي چې دا له خطره خالي نه دي.

نور راپورونه