منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۷ غ.و
۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هرات

۵۲۳ راپورونه

راپورونه

غړي

د اماراتو پلاوی: له یوې ورځې په کمه موده کې د هرات په زلزله‌ځپلې سیمه کې مجهز روغتیایي مرکز فعالوو

د متحده عربي اماراتو پلاوي چې هرات ته یې سفر کړی، وایي، د دغه ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ په زلزله‌ځپلې سیمه کې له یوې ورځې په کمه موده کې یو مجهز روغتیايي مرکز فعالوي.

د هرات له زندانه ۴۷۳ بندیان خوشي شول

د احتمالي زلزلې له امله د افغانستان سترې محمکې د هرات ولايت له محبسه د لسګونو زندانيانو ازادېدو خبر ورکړی دی. سترې محکمې  د تلې په ۲۱مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي: «د سترې…

غړي

کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر د مرستو له کڅوړو سره د هرات زنده‌جان ولسوالۍ ته تللی

په کابل کې د ترکیې سفارت شارژدافیر په هرات کې د دغه هېواد له میشت سرقنسول سره په ګډه د دغه ولایت له زلزله‌ځپلو سیمو لیدنه وکړه او سلګونو زیانمنو شوو کورنیو ته یې د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې وېشلې دي.

غړي

د افغانستان کرکټ بورډ د هرات له زلزله‌ځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه

د افغانستان کرکټ بورډ د هرات ولایت له زلزله‌ځپلو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته اعلان کړه او وایي، د دغه بورډ له کارکوونکو او ملي لوبغاړو د مرستې ټولولو لړۍ هم روانه ده چې له بشپړېدو سره به د هرات پر اړمنو کورنیو وویشل شي.

غړي

هرات کې د جادوګرۍ په تور شل کسان نیول شوي

د هرات د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ریاست محتسبینو د جادوګرۍ په تور شل کسان نیولي دي. د هرات د امر بالمعروف او نهی عن…

هرات کې لبنیات پلورونکي: حکومت دې د بهرنیو لبنیاتو پر وارداتو تعرفه لوړه کړي 

هرات کې یو شمېر لبنیات پلورونکي د کورنیو لبنیاتو د پلور بازار پیکه کېدو په تړاو اندېښنه څرګندوي او له حکومته غواړي چې دغه ولایت ته پر واردېدونکو بهرنیو لبنیاتو دې تعرفه لوړه کړي او له وارداتو دې یې مخنیوی وکړي.  

غړي

هرات کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه

د هرات ځایي مسوولین وایي چې له کابل وروسته دغه ولایت کې د پُستي کوډ ملي پروژه پرانیستل شوه. دغه پروژه نن (سه‌شنبه) د ځایي چارواکو په حضور کې هرات کې پرانیستل شوه. د هرات…

نور راپورونه