منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۴ غ.و
۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هرات

۵۲۳ راپورونه

راپورونه

غړي

مسوولین: تېرو څلور میاشتو کې ۲۴۰ بهرني ګرځندویانو د هرات له تاریخي ځایونو لیدنه کړې ده

د هرات اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د روان کال له پیل راهیسې ۲۴۰ بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو لیدنه کړې او سیلانیانو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د کثافت‌دانیو له نشتوالي د هرات ښاریانو شکایت؛ د سړکونو غاړو ته د کثافاتو ډېرۍ کېدو چاپېریال ککړ کړی

د هرات ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د کثافت‌دانیو کموالی او د ښار په پاکولو کې د خلکو نه همکاري د چاپېریال ککړېدو، د سړکونو غاړو ته د کثافاتو راټولېدو او د ښار د بدرنګۍ لامل شوی دی.

غړي

د هرات امر بالمعروف ریاست د موسیقۍ یو شمېر الې او وسایل وسوځول

د هرات امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او د شکایتونو اورېدو ریاست موسیقي غږول د ځوانانو د بې‌لارۍ او د ټولنې د تخریب لامل ګڼي او وایي چې د موسیقۍ یو شمېر هغه الې او وسایل یې سوځولي چې د دې ادارې محتسبینو راټول کړي وو.

هرات کې د ژورو څاګانو کيندلو په اړه اندېښنې؛ «د ځمکې لاندې اوبو کمېدو مخنیوي لپاره کوچني بندونه جوړیږي»

د هرات په مرکز او ولسوالیو کې د ژورو څاګانو کیندلو په‌ اړه د اندېښنو له زیاتېدو سره، د دغه ولایت سیمه‌ییزه اداره وايي چې د ځمکې لاندې د اوبو کمېدو مخنیوي لپاره کوچني بندونه…

د هرات اوسېدونکي: د ترافیکي پېښو کمېدو لپاره دې د موټرچلونې جواز ورکولو شرایط سخت شي

په هرات کې مسوولین د موټرچلونې جواز (لایسنس) د متقاضیانو له ډېرېدو خبر ورکوي، خو د دغه ولایت ځيني اوسېدونکي وایي چې د ترافیکي پېښو مخنیوي په موخه دې د موټرچلونې جواز اخیستونکو لپاره محدویتونه او سخت شرایط وضع شي.

د هرات موټرپلورونکي: حکومت دې په تور بازار کې د موټرو د پېر پلور مخه ونیسي

په هرات کې یو شمېر موټرپلورونکي وايي، سره له دې چې حکومت په جمعه‌بازار او دوشنبه‌بازار کې د موټرو پر پېر او پلور بندیز لګولی، خو بیا هم ځیني خلک د «تور بازار» له لارې ویشي یا ښي‌لاس موټر پلوري.

غړي

هرات کې د انځرو حاصلات تر ۹۰ سلنه کم شوي

د هرات د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې د تېر کال په ژمي کې سړې هوا په‌دغه ولایت کې کروندګرو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.

نور راپورونه