منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۰۴ غ.و
۶°صاف · ↑۱۸° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

هرات

۵۲۳ راپورونه

راپورونه

غړي

وچکالي او د اوبو کمښت؛ هرات کې د شولو پر کرلو بندیز لګول شوی

په هرات ولایت کې د وچکالۍ او د اوبو کمښت له امله په داسې حال کې د شولو پر کرلو بندیز لګول شوی چې په دغه ولایت کې یو شمېر کروندګر له ځايي مسوولینو غواړي څو د یوه منظم پلان له مخې د سلما بند اوبه ورته په واک کې ورکړي.

غړي

هرات کې لسګونه نظامي وسایط ترمیم شول

د هرات امنیتي سرچینې وایي، د هېواد په لوېدیځ زون کې د الفاروق ۲۰۷ قول‌اردو د تخنیکي ټيم له خوا ۶۰ خراب شوي نظامي وسایط ترمیم شوي دي.

غړي

له یوه ترکي شرکت سره هرات کې د بادي برېښنا د ظرفیت ارزونې هوکړه وشوه

د اوبو او برېښنا وزارت له يوه ترکي شرکت سره په هرات کې له بادي سرچینو د برېښنا تولید د ظرفیت څېړنې هوکړه وکړه او د دغه شرکت مشر وویل، پلان لري په راتلونکي کې د کجکي بند کې ۵۰ میلیون ډالره پانګونه وکړي.

هرات کې له دوه زره ډېر کارګر ماشومان تخنیکي او حرفوي پروګرامونو ته جذب شوي

د بی‌وزلۍ او وزګارۍ په زیاتېدو سره د کارګر ماشومانو شتون یوه لویه ټولنیزه ستونزه ګرځېدلې؛ یوازې په هرات ولایت کې زرګونه کارګر ماشومان په ډېرو بدو شرایطو کې په سختو کارونو بوخت دي او له دې لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي.

د هرات مسګران وايي، دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی

د هرات ولایت یو شمېر مس‌ګران د خپلو محصولاتو لپاره د بازار نشتوالي او د حکومت له خوا ترې د نه ملاټر له امله شکایت کوي او وايي، دغه لرغونی صنعت د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی او خلک هم مسي وسایلو ته چندان لېوالتیا نه لري.

هرات ښار کې ترافیکي ګڼه‌ګوڼه ډېره شوې ده

د هرات یو شمېر اوسېدونکي په دغه ښار کې ‎د ترافیکي ګڼې‌ګوڼې او بې‌نظمۍ زیاتوالي په اړه نیوکه کوي او وايي، دغه ستونزه باید ژر تر ژر د اړوندو مسوولینو له لوري هواره شي. 

هرات کې د ژورنالیزم محصلین کم شوي

په هرات کې د ځینو خصوصي پوهنتونونو مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د ژورنالیزم برخې محصلینو شمېر کم شوی او سږ کال دې برخې ته هیچا نوم‌لیکنه نه ده کړې.

هرات کې هټۍ‌وال له لوړو مالیاتو شکایت کوي

په هرات کې یو شمېر هټۍ‌وال د کار له نشتوالي، د بازار له کمرنګه کېدو او له دوکانونو یې د لوړو مالیاتو له اخیستلو شکایت لري؛ خو د مستوفیت مسوولین وایي چې د ټاکل شوي معیار پر اساس مالیات ټولېږي.

نور راپورونه