منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۸ غ.م
۵°صاف · ↑۱۸° ↓۴°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

پلاوی

۷۵ راپورونه

راپورونه

د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی د روسیې – اسلامي نړۍ اقتصادي غونډه کې ګډون کوي

ټاکل شوې د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د روسیې له فدراتیف سره د دوه اړخیزو همکاریو ارزونې او د روسیې - اسلامي نړۍ په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته سفر وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د کډوالو اړتیاوو ارزونې په موخه دې تورخم ته پلاوی واستول شي

له پاکستانه د افغان کډوالو د نوې لړۍ پیل ته د چمتووالي ناسته کې پرېکړه شوې چې د اړتیا پر مهال دې د کډوالو د ښه مدیریت لپاره مسلکي کسان وګومارل شي او یو پلاوی دې د کډوالو اړتیاوو د ارزونې لپاره تورخم ته واستول شي.

غړي

د اسلامي امارت یو پلاوی ایران ته ولاړ

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌یي توکو سره د مبارزې د مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار په مشرۍ یو پلاوی د ایران په رسمي بلنه دغه هېواد ته سفر وکړ.

غړي

ګنډاپور: افغانستان ته د خبرو لپاره پلاوی لېږو

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور ویلي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هواري لپاره به یو ایالتي پلاوی افغانستان ته واستوي.

غړي

د حج او اوقافو وزارت یو پلاوی ترکیې ته تللی

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو د تنظیم مرستیال شيخ مولوي عزیزالرحمن منصور په مشرۍ یو پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) په رسمي بلنه دغه هېواد ته روان شو.

غړي

د روسیې د ملي امنیت شورا د عمومي منشۍ په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی

د روسیې د ملي امنیت شورا عمومي منشي د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په موخه به په نږدې وخت د اسلامي امارت نوم د روسیې له تور نوملړه لرې کړي.

له کابله یو پلاوی د جام منار وضعیت ارزونې په موخه غور ته تللی

د وروستیو سېلابونو له امله د غور جام منار زیانمنېدو په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته د غور ځایي مسوولینو وايي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاریخي ابدو ساتنې او ترمیم د رییس په مشرۍ یو پلاوی د یاد منار د وضعیت ارزونې په موخه غور ته ورغلی دی.

غړي

د افغانستان بانک یو پلاوی مالیزیا ته ولاړ

د افغانستان بانک یو لوړپوړی پلاوی د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړۍوال فورم کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ.

نور راپورونه