کابل (پژواک، ۱۱ غویی ۱۴۰۴): ټاکل شوې د اسلامي امارت د ریاستالوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د روسیې له فدراتیف سره د دوه اړخیزو همکاریو ارزونې او د روسیې – اسلامي نړۍ په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ښار ته سفر وکړي.
له دې مخکې د روسیې ټاس خبري اژانس راپور ورکړی و چې اسلامي امارت به کازان ښار ته د روسیې – اسلامي نړۍ فورم ته د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی واستوي.
د کازان روسیې – اسلامي نړۍ فورم به د مې له ۱۳مې څخه تر ۱۸مې پورې ترسره شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د ریاستالوزراء د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو پلاوی د روسیې له فدراتیف سره د دوه اړخیزو همکاریو د ارزونې او د روسیې – اسلامي نړۍ په فورم کې د ګډون په موخه کازان ښار ته سفر وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه سفر کې به د دغه وزارت سرپرست او د نورو وزارتونو استازي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره مل وي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د خصوصي سکټور د غړو په ګډون د اسلامي امارت د پلاوي او د افغانستان د خصوصي سکټور د ۱۶م نړۍوال اقتصادي فورم روسیه – اسلامي نړۍ کازان فورم کې د ګډون لپاره مشورتي غونډه وشوه.
د سرچینې په خبره، دغه نړۍوال فورم به د روسیې فدراتیف د تاتارستان جمهوریت په کازان ښار کې ترسره کېږي او په دغه فورم کې د غالیو سکټور، ترانسپورټ، غیرالکولي مشروباتو، روغتیا، د مینځلو توکو او کرنې سکټورونو شاوخوا ۱۰ شرکتونه ګډون وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP