میدان وردګو کې د کرکټ انټرکلب سیالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د دغه ولایت په کچه ۱۸ کرکټ لوبډلو ترمنځ انټرکلب سیالۍ د منګل زلمي ټیم په بریا سره پای ته ورسېدې.
د میدان وردګو په مرکز میدانښار کې د دغه ولایت په کچه ۱۸ کرکټ لوبډلو ترمنځ انټرکلب سیالۍ د منګل زلمي ټیم په بریا سره پای ته ورسېدې.
بنګلهدېش په دویمه نړۍواله شل اووریزه لوبه کې هم افغانستان ته په ماتې ورکولو سره د دوو لوبو لړۍ دوه پر صفر وګټله.
ټاکل شوې افغانستان د کرکټ دوو نړۍوالو شل اوریزه سیالیو په لړ کې نن له بنګلهدېش سره خپله دویمه لوبه وکړي.
بنګلهدېش د کرکټ د شل اووریزو سیالیو لړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته ماتې ورکړه. د دې لوبې پچه بنګلهدېش وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. د افغانستان لوبغاړو ښه پیل…
د ایمرجېنګ اسیا جام د کرکټ یو ورځنیو سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د عمان الف لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.
افغانستان د کرکټ درېیمه نړۍواله یوه ورځنۍ لوبه بنګلهدېش ته وبایلله او په دې سره افغان ملي لوبډلې د روانو سیالیو لوبلړۍ دوه پر یو وګټله.
افغانستان له بنګلهدېش سره د کرکټ د درېيو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه ترسره کوي.
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د کرکټ درېيو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ سبا پیل شي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د کرکټ یوولسو لوبډلو ترمنځ د کلب لېول ۲۵ اووریزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د زونونو په کچه د کرکټ درې ورځنیو سیالیو اتلولي د مس عینک لوبډلې خپله کړه.
د بنګلهدېش کرکټ ملي لوبډلې په ټسټ لوبه کې د افغانستان ملي لوبډلې ته د ۵۴۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د بنګلهدېش کرکټ لوبډلې په یوازینۍ ټسټ لوبه کې افغانستان ته د ۶۶۲ منډو هدف ورکړ؛ خو افغانستان یواځې په ۴۵ منډو کې دوه لوبغاړي له لاسه ورکړي دي.
د کرکټ اسیا جام سیالۍ چې د پاکستان او سریلانکا په کوربهتوب ترسره کېږي، د پیل نېټه یې پرون اعلان شوې ده. په دوبۍ کې د کرکټ اسیایي شورا لخوا پرون په یوه خپره شوې…
د افغانستان کرکټ لوبډله د بنګله دېش پر وړاندې د یواځینۍ ټسټ لوبې په لومړي اننګز کې په ډیرو کمو منډو وسوځېدله او دغه راز په دې لوبه کې بنګله دېش برلاسی شوی دی. دا…
د بنګلهدېش کرکټ لوبډله د افغانستان پر وړاندې د یوازینۍ ټسټ لوبې په دویمه ورځ نن په ۳۶۲ منډو خپله توپوهنه بیا پیلوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمتالله شهیدي وایي، د بنګلهدېش پر وړاندې ټسټ لوبې لپاره یې بشپړ چمتووالی نیولی او د لوبې د ګټلو هڅه به کوي.
د اسټرالیا کرکټ لوبډلې د پنځه ورځنۍ (ټسټ) لوبو نړۍوالۍ اتلولۍ سیالیو په پایلوبه کې هندوستان ته ماتې ورکړه. دا سیالۍ په هرو دوو کلونو کې ترسره کېږي او په دې موده کې دوه هغه…