منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۵۶ غ.و
۱۶°نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کډوالو

۱۰۸ راپورونه

راپورونه

د اروپايي ټولنې شارژدافیر: له راستنېدو کډوالو سره د سرپناه جوړولو او کارموندنې برخو کې همکاري کوو

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیر د ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ټولنه له راستنېدونکو کډوالو سره د سرپناه جوړولو او کارموندنې برخو کې مرسته کوي. ارګ پر…

متقي: پاکستان دې د افغان کډوالو د حقونو ضایع کېدو مخنیوی وکړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل پاکستاني سیال سره په لیدنه کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې کړې او ترې غوښتي یې دي چې په دې برخو د ستونزو هواري لپاره عملي ګامونه واخلي.

مسوولین: اسلام‌کلا بندر کې کډوالو ته هره ورځ ۷۵۰۰ وړیا سیم‌‌کارتونه وېشل کېږي

د هرات د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اسلام‌کلا بندر کې راستنو شوو کډوالو ته د مخابراتي شرکتونو له لوري هره ورځ شاوخوا ۷۵۰۰ سیم‌کارتونه په وړیا ډول وېشل کېږي.

مولوي عبدالکبیر: په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شوو له مهارتونو او زده‌کړو ګټه پورته شي.

د ترانسپورټ وزارت سرپرست: له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته د رسېدنې پروسه منظمه روانه ده

د هېواد د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلام‌کلا بندر ته تللی وايي، راستانه شوي کډوال به پرته له هيڅ ځنډه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.

تورخم کې راستنېدونکو کډوالو ته مخابراتي اسانتیاوې؛ شاوخوا ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه وېشل شوي

د ننګرهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي چې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو ته یې په تورخم کې مخابراتي اسانتیاوې برابرې کړې دي او تر اوسه شاوخوا ۴۳ زره وړیا سیمکارټونه وېشل شوي.

عامې روغتیا وزارت د راستنېدونکو کډوالو د سترګو ناروغیو درملنې لپاره تورخم ته ګرځنده روغتیايي ډله استولې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو اړوند ناروغیو د درملنې برخه کې راستنېدونکو افغان کډوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه یې تورخم ته یوه ګرځنده روغتیايي ډله استولې ده.

کابینې راستانه شوو کډوالو ته د ځمکو وېشلو لړۍ پر چټکتيا ټینګار کړی

کابینې راستنو شوو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پر چټکټیا ټينګار کړی او دغه راز د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته یې دنده سپارلې چې په ایران کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یوه ډله ولېږي.

نور راپورونه