منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۲ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

کډوال

۱۶۲ راپورونه

راپورونه

اسلام‌کلا کې د کارموندنې کمېټه: زرګونه راستانه شوي مو کاري بنسټونو ته د معرفي کولو لپاره ثبت کړي

د هرات په اسلام‌کلا بندر کې د کارموندنې کمېټې مسوولین وايي چې د دې کمېټې د فعالیت له پیله راهیسې له ایرانه څه باندې پنځه زره راستانه شوي کډوال په دغه مرکز کې ثبت شوي څو هغوی ته د کاري زمینې برابرولو لپاره کاري بنسټونو ته ور وپېژندل شي.

له ایرانه د جبري ایستنې نوې څپه؛ کډوال د کړاو، بې‌نظمیو او ناوړه چلند کیسې کوي

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له پراخېدو سره زرګونه کډوال د بې‌وزلۍ له کړاوه ستړي سرګردانه هېواد ته راستنېږي؛ هغه راستنېدنه چې ترخې، دردناکې او ډېرې ناویل شوې کیسې له ځان سره لري.

تورخم کې د کارموندنې کمېټې ۵۰ زره راستانه شوي کډوال د مسلکي زده‌کړو او کار لپاره ثبت کړي

د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وایي، تورخم کې راستنېدونکي کډوال د مسلکي روزنې او کارموندنې په موخه ثبیتږي، تراوسه یې نږدې ۵۰ زره کسان ثبت کړي چې وړتیاوو ته په کتو به ورته په راتلونکې کې د حرفوي زده‌کړو، د کوچنيو کاروبارونو او په دولتي ادارو کې د کار زمینه برابره شي.

کډوالو وزارت: هیڅوک باید کډوال د خپلو سیاسي موخو لپاره د وسیلې په توګه ونه کاروي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له ایران او پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې له صبر او زغمه کار واخلي، له کډوالو سره په چلن کې ښه ګاونډيتوب، اسلامي او انساني ارزښتونه او نړۍوال قوانین رعایت کړي.

نور راپورونه