Language

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۱۲۶۰۰ کډوال راستانه شوي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۲ زره ۶۶۶ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۱۹۴ افغان کورنۍ چې ۱۲۶۶۶ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند د بهرا‌مچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، د یادو راستنو شوو کډوالو له ډلې ۱۶۰۹ کورنۍ چې ۱۰۵۵۳ کسان کېږي، خپلو سيمو ته لېږدول شوي او له ۱۹۶۶ نورو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۶۶۵ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۱۲ زره ۴۵۵ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.