Language

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه څه باندې لس زره کډوال راستانه شوي

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د راپور له مخې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۰ زره ۳۹۶ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د دارالانشاء د کمېټو ورځنی کاري راپور پر خپله اېکس‌پاڼه خپور کړی چې له مخې یې، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۱۸۳۱ افغان کورنۍ چې ۱۰۳۹۶ کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوې دي.

فطرت لیکلي، یاد کډوال د هرات د اسلام‌کلا، د نیمروز د ورېښمو پله، د کندهار سپین‌بولدک، د هلمند د بهرا‌مچې او د ننګرهار د تورخم له لارو راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، د راستنو شوو کډوالو له ډلې له ۲۱۵۹ کورنیو سره مرسته شوې ده.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند د معلوماتو له مخې، یادو کډوالو ته د مخابراتي شبکو ۱۶۶۵ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، وړمه ورځ هم له ایران او پاکستان څخه ۱۲ زره ۶۶۶ افغان کډوال په اجباري ډول هېواد ته راستانه شوي وو.