کندوز ښار (پژواک ٢٥ تله ٩٠): د کندوز ولايت په امام صاحب کې د هاوان د سرګلولې په چاودنه کې درې ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز ولايت د امام صاحب ولسوال امان الدين قريشي د تلې په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د مازيګر شاوخوا پنځه بجې د امام صيب ولسوالۍ د کرغان په سيمه کې د هاوان سرګلولې د چاودېدو له امله، دوه ماشومان وژل شوي او يوه نجلۍ ټپي شوې ده.
قريشي وويل، چې ټپي شوې نجلۍ نږدې کلينيک ته لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
نوموړي زياته کړه، چې چاودنه د هاوان د هغې سرګلولې له امله رامنځ ته شوه، چې له پخوا څخه په دغې سيمه کې پرته وه.
د ولسوال په وينا، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې دغو ماشومانو څاروي له پيولو څخه وروسته بېرته کور ته راوستل، په سيمه کې د هاوان پخوانۍ سرګلولې ته د لاس په وروړلو سره پر هغوى وچاودېدله.
د يو بل خبر له مخې، نن ماښام ته نږدې د امام صاحب ولسوال د ماين له چاودنې روغ ووت.
ولسوال امان الدين قريشي پژواک ته وويل: ((نن ماښام ته نزدې په ياده ولسوالۍ کې د پاس ګذر سيمه کې د محلي پوليسو د روزنې مرکز ته تللى وم، چې د بېرته راستنېدو پرمهال زما پر موټر د ماين چاودنه وشوه.))
نوموړي زياته کړه، چې چاودنه د ده د موټر له تېرېدو وروسته رامنځ ته شوې، چې چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادولو وړ ده، چې دوه اونۍ وړاندې په ياده شوې سيمه کې د ماين په چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي وو.