منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د کندهار سرپرست ښاروال: د پخواني ښاروال پاتې شوي کارونه مخ ته وړم

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کندهار ښار (پژواک ٢ لړم ٩٠) : د کندهار لپاره نوى ټاکل شوى سرپرست ښاروال وايي، چې د وژل شوي ښاروال غلام حيدر حميدي پر پله به پل ږدي او د ښاري پراختيا، د ښاري زېربناوو جوړولو او د قانون د پلي کولو په برخه کې به د هغه پاتې شوي کارونه مخ ته وړي.

 د کندهار لپاره سرپرست ښاروال قاضي محمد عمر د لړم په ٢مه، د ښاروالۍ د غونډو په تالار کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې خلکو ته ور وپېژندل شو، چې په کې د دولتي ادارو مسوولينو، د ولايتي شورا استازو، د کندهار ښار د ناحيو مشرانو او نورو برخه لرله.

 قاضي محمد عمر له غونډې وروسته پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې د کندهار له پخواني ښاروال غلام حيدر حميدي سره د ګډ کار يو نيم کلنه تجربه لري او د کندهار ښار د پرمختيا په برخه کې به د هغه نيمګړي پلانونه بشپړوي.

 هغه زياته کړه: ((د ښاري زېربناوو د جوړولو او خوندي ساتلو لپاره د مالياتو او صکوکو راټولول، د ښاري چاپېريال پاک ساتل، د ښار د کوڅو، کورونو او مارکېټونو شاوخوا پاک ساتل، د پارکونو او نورو ځايونو د ونو او سرسبزۍ خوندي کول، زما اصلي دنده ده.))

 د نوموړي په وينا، د دغو ټولو خدمتونو د تر سره کولو لپاره به يې ډېره هڅه دا وي، چې په اداره کې ښه مديريت رامنځ ته کړي او هغسې کسان په دندو وګوماري، چې د چارو په ترسره کولو کې مسلکي پوهه او وړتيا ولري.

 دى وايي، د کندهار ښاري ماسټر پلان به له خپلو ټولو جزياتو سره يو ځاى جوړوي، چې په دې کې به ښار جوړوونکي، انجنيران، ټولنپوهان، د ښوونې او روزنې کارپوهان، د ټولنيزو ډلو استازي، ښځې، نارينه، ماشومان، ورزشي ټولنې او خصوصي سکتور اصلي رول ولري.

 د ده په خبره، خصوصي سکتور د هر ښار په ښاريتوب کې بنسټيز ځاى لري او د هغه هڅه به دا وي، چې دا سکتور نه يواځې په مرستندويه فعالتيونو، بلکې د ښاروالۍ په ډېرو پروژو کې په قانوني او مشروع ګټې اخيستنې سره پراخه ونډه ولري.

 سرپرست ښاروال دغه راز زياته کړه، چې د ښار د تاريخي ځايونو او معماريو د بيارغولو او ساتلو په لاره کې به خپل ټول توان په کار اچوي.

 نوموړي، له کندهار ښاريانو وغوښتل، چې له هغه سره په چارو کې همکاري وکړي، ترڅو کندهار ښار په يوه داسې ښار بدل کړي، چې قانون په کې واکمن او پر ټولو يو شان پلى شي.

 د سرپرست ښاروال د پېژندنې غونډې ته يو شمېر قومي مشرانو او دولتي مسوولينو هم ويناوې وکړې.

 په دې لړ کې د کندهار د ولايتي شورا غړى او قومي مشر حاجي اغا لالي دستګيري له نوي ښاروال څخه وغوښتل، چې د پخواني ښاروال په څېر په چارو کې جدي واوسي او د هغه نيمګړي پاتې شوې طرحې او پلانونه دې مخ ته يوسي، ترڅو کندهار ښار نور هم ښکلى او سمسور شي.

 د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالقديم پتيال بيا تاريخي سيمو ته د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې د احمد شاهي ښار مخکنۍ معمارۍ او جوړښت بايد وساتل شي.

 قاضي محمد عمر، چې د شرعياتو له پوهنځي فارغ او په بېلابېلو دولتي او ملکي ادارو کې يې دندې ترسره کړي، تر هغه وروسته د کندهار د ښاروال په توګه ټاکل کېږي، چې د کندهار پخواني ښاروال غلام حيدر حميدي، چې د ژوند په وروستيو کې يې د غصب شويو کورونو د نړولو لړۍ پيل کړې وه، د روان کال د زمري د مياشتې په ٥مه، د ښاروالۍ په انګړ کې د پګړۍ په وسيله د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا ووژل شو.