منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په خوست ښار کې د يو ميګاواټ برېښنا په وړتيا جنراتور فعال شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۴ کتنې

خوست (پژواک ١٣ لړم ٩٠): په خوست ښار کې د زياتې برېښنا د توليد او په دې برخه کې د ښاريانو د ستونزو د هوارۍ په موخه د برېښنا شبکه پراخه او د دغه ولايت د چارواکو له لوري پرانيستل شوه.

د برېښنا يو نوی غټ ډېزلي جنراتور، چې د زر واټه يا د يو ميګاواټ برېښنا د توليد وړتيا لري، د افغانستان د برېښنا شرکت له لوري خوست ښار ته ورکړل شو.

چارواکي وايي، چې په دې سره د خوست ښار د برېښنا شبکه پراخه او د زرګونو کورنيو د برېښنا د نه شتون ستونزه به حل شي.

د خوست والي عبدالجبارنعيمي خبريالانو ته وويل، چې د دې شبکې په پراخوالي باندې د برېښنا شرکت له لوري شاوخوا شپاړس ميليونه افغانۍ لګښت راغلى او دا به د برېښنا په برخه کې د خوست ښاريانو ستونزې تر يوه بريده هوارې کړي.

د خوست د برېښنا رييس انجنير مايل شاه وايي، چې د دغه جنراتور په فعالېدو سره به هغه کورونه او مارکېټونه، چې پخوا يې برېښنا نه درلوده، له برېښنا برخمن شي.

هغه زياته کړه، چې د دغه جنراتور په لګولو سره به د خوست ښار څلور زره کورنو ته برېښنا ورکړي او د ښاريانو اتيا سلنه ستونزې به حل شي.

د يادونې ده، چې په خوست کې د سوداګرو بنسټيزه ستونزه او د اقتصادي ودې د نه پراختيا يو لامل د دايمې او کافي برېښنا نه شتون دی.

خو د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، دوی په پلان کې لري، چې ډېر ژر له پلازمېنې کابل څخه د برېښنا مزي راوغځوي او په دغه ولايت کې اقتصادي پراختيا ته زمينه برابره کړي.

د ويلو ده، چې د دې نوي جنراتور په فعالېدو سره دغه مهال په خوست ښار کې درې ميګاواټه برېښنا توليديږي، چې د ياد ولايت د اوسېدونکو ټولې ستونزې نه شي حل کولای او اوسمهال يو واټ برېښنا په پنځه دېرش افغانۍ پلورل کېږي، چې د کابل په پرتله شل چنده لوړه بيه ده.

د هغې سروې له مخې، چې په دې وروستيو کې د خوست د برېښنا شرکت له لوري ترسره شوې، خوست ولايت په ټوليز ډول دوه سوه پنځوسو ۲۵۰ ميګاواټه برېښنا ته اړتيا لري، چې پوره کول يې ناشونی کار برېښي.