منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

يو شمېر خلک: ډيجيتلي مېترونو د برېښنا لګښت زيات کړى دى

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۹ کتنې

 کابل (پژواک ١٧ لړم ٩٠): د کابل ښار يو شمېر ښاريان دعوه کوي، چې د ډيجيټلي مېترونو په لګولو سره د هغو د برېښنا مصرف ډېر شوى، خو چارواکي دغه ادعا بې اساسه بولي.

د برېښنا شرکت چارواکي وايي، چې له يوه کال څخه راپه دېخوا د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې ٥٠زره ډيجيټلي مېترونه، د انالوګ مېترونو پر ځاى لګول شوي او دغه پروګرام لا هم دوام لري.

د ده په وينا، ډيجيټلي مېترونه د انالوګ مېترونو په پرتله د برېښنا مصرف په کره او دقيقه توګه ښکاروي.

خو ٢٣کلن اميد، چې د کابل ښار په منډيۍ کې لوښي پلوري، د لړم په نهمه نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل: وروسته له هغه چې د دوى په دوکان کې ډيجيتلي مېتر ولګول شو، د ده د دوکان د برېښنا لګښت دوه برابره زيات شوى دى.

د ده په وينا، د ډيجيتلي مېتر تر لګولو مخکې د ده د دوکان د برېښنا دوه مياشتنى لګښت شاوخوا زر افغانۍ کېده، خو له هغه وروسته دغه مصرف شاوخوا دوو زرو افغانيو ته  لوړ شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د ده په دوکان کې تل درې ګروپونه لګېږي.

د کابل ښار د جمهوريت مارکيټ يوه دوکاندار عبدالفتاح هم وويل، چې د ډيجيتلي مېترونو په لګولو سره  د ده دوکان د برېښنا دوه مياشتنى بېل له ١٥٠٠ څخه ٢٥٠٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.

د ده په وينا، دا په داسې حال کې، چې د دوکان د برېښنا په لګښت کې ډېروالى هم نه دى راغلى.

د ملالۍ لېسې ښوونکې او د کابل ښار د ميرويس ميدان د سيمې يوه اوسېدونکې هم شکايت لري، چې د ډيجيتلي مېترونو په لګولو سره  د دوى د کور د برېښنا دوه مياشتنى لګښت له ٩٠٠ څخه  ٢٠٠٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.

هغې وويل، چې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې د دوى د کور د برېښنا د مصرف لپاره ډيجيتلي مېتر ولګول شو او په دې موده کې دوى د پخوا په شان له برېښنا ګټه اخلي.

يادو کسانو له اړوند چارواکو وغوښتل، څو د دوى دغې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي.

خو د کابل د برېښنا رييس شکيب ايثار ټينګار لري، چې  د برېښنا مصرف ډېجيتلي مېترونه په دقيقه توګه ښيي او هېڅ ډول لاسوهنه په کې نه شي کېداى.

هغه وويل، چې د برېښنا د مصرف لوړوالى د ډيجيتلي مېترونو په لګولو پورې اړه نه لري او د مصرف کوونکو د کارونې په زياتوالي پورې اړه لري.

خو هغه څرګنده کړه، چې ښايي د مېتر د لوستلو په وخت کې د اړوند کارکوونکو له خوا په ځينو ځايونو کې تېروتنه شوې وي.

هغه څرګنده کړه، چې  دغه  شرکت دا موضوع څېړي او د کومې ستونزې د شته والي په صورت کې د هغې د لرې کولو په اړه ګام اخلي.

د روان کال د غوايي په مياشت کې هم د کابل ښار يو شمېر ښاريانو د مشرانو جرګې د شکايتونو د اورېدو کمېسيون ته شکايت کړى و، چې د دوى د مصرف د اصلي مصرف په نسبت څو چنده زېاتې پيسې تحويل کړې دي.

خو د برېښنا شرکت رييس عبدالرزاق صمدي، چې د دې موضوع په اړه د توضيحاتو لپاره  مشرانو جرګې ته وربلل شوى و، وويل، چې په دې اړه بايد د لويې څارنوالۍ او مشرانو جرګې يو ګډ پلاوى وټاکل شي او د برېښنا شرکت له کارکوونکو سره دې د برېښنا د مصرف بېلونه چک کړي.

هغه ويلي و، چې که ثابته شي، چې له خلکو زياتې پيسې اخيستل شوې، نو شرکت به دا اضافي پيسې بېرته خلکو ته ورکړي.

صمدي پژواک ته وويل، څېړنې وښوده، چې په هغه وخت کې داسې يوه ستونزه نه وه.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په سوداګريزو سيمو کې  يو کيلوواټ برېښنا په لس افغانيو او د هستوګنې په سيمو کې تر ٣٠٠ کيلوواټو، يو کيلوواټ په يوه نيمه افغانۍ  پلورل کېږي.

خو د هستوګنې په سيمو کې له ٣٠٠ څخه تر٧٠٠ کيلوواټه پورې برېښنا، يو کيلوواټ په څلورو افغانيو او تر ٧٠٠ کيلوواټو زيات يو کيلوواټ په ٦ افغانيو پلورل کېږي.