منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د خوست – ګردېز د نوي جوړ شوي سړک ډېره برخه بيارغونې ته اړتيا لري

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۷ کتنې

خوست ښار (پژاک ٢١ لړم ٩٠): د خوست – ګردېز ترمنځ د نوي جوړ شوي سړک زياته برخه تر بشپړېدو وړاندې ويجاړه شوې او بيارغونې ته اړتيا لري.

 پر دې لار تلونکي مسافر وايي، چې لومړی خو تر ډېره وخته دولت د دغه سړک جوړولو ته پام نه كاوه او اوس يې چې د پخولو چارې پيل شوې، نو د پاخه شوي سړک زياته برخه بېرته دومره زيانمنه شوې، چې د موټرو د چپه كېدو او ټكر لامل ګرځي.

 د دې څه د پاسه سل کيلومتره ناامنې لار زياته برخه د ځدراڼو له درې څخه تېرېږي، چې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو، ايس، اى، اې، ډي) له خوا پرې نږدې سل ميليونه امريکايي ډالره لګول کېږي.

 د مسافرو په خبره، که د دغه سړک د جوړېدو غم ژر بيا ونه خوړل شي، نو له راتلونکي ژمي وروسته به بيا د خوست _ګردېز نوې جوړه شوې لار د کارونې وړ نه وي.

 احمد چې د خوست او ګردېز ترمنځ ټکسي موټر چلوي، وايي چې د سړك د خرابوالي له امله يې سفر له ستونزو او كړاوونو ډك دی.

 نوموړی زياتوي، چې له يوې خوا د سړك جوړونې چارې د يونيم كال پرځاى څو كلونو ته وغځېدې او له بلې خوا د جوړ شوي سړک ځينې برخې دومره ډېرې خرابې شوې، چې د موټرو د چپه كېدو لامل كېږي.

  د هغه په وينا، په اوړي کې خاورې او ګردونه او په ژمي کې زياتې واورې، د دې ترانزيتي لار په اوږدو کې خنډونه جوړوي.

 د ګل خان په نوم يو بل موټر چلوونکی وايي، چې د خوست د حيدرخېلو له دوه لارې نيولې بيا تر هغه ځايه چې دغه سړک جوړ شوی، ځای ځای سړک دومره خراب شوی، چې که موټر له يو لاس نه بل ته اوړي، نو د چپه کېدو وېره يې وي.

 نوموړی زياتوی، چې څو ورځې وړاندې په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې له همدې امله پر دې سړک د دوو موټر په ټكر كې پنځلسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 د خوست اوسېدونکي قادرګل چې تازه له کابل څخه پردې لاره راغلی، پژواک ته وويل، دى وړاندې خوشحاله و چې د دغه سړک په جوړېدو سره به يې ټولې ستونزې له منځه ولاړې شي؛ خو دادى سړک جوړ شو، خو چندان ګټه يې ورنه کړه.

  هغه ويل: ((اوس د سړک جوړه شوې برخه بېرته خرابه شوې او څو مياشتې وروسته به د ګټې وړ نه وي.))

 د خوست ولايت اداره هم دا مني چې د دغه سړک جوړه شوې برخه سخته زيانمنه شوې او بيارغونې ته اړتيا لري؛ خو دوی يې د خرابېدو لامل پر دې سړک په موټرو کې له مجاز وزن څخه د پورته وزن وړل بولي.

 د خوست د فوايد عامې رييس انجنير مامور شاه د جوړ شوي سړک بېرته خرابېدل مني او وايي، چې لامل يې هغه بار وړونکي موټر دي چې له اندازې زيات وزن په كې بار وي.

 ده پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که د دغه سړک چارې په ډېر لوړ معيار هم ترسره شي؛ خو چې له اندازې زيات وزن ورباندې يوړل شي، نو خامخا خرابېږي.

 ده زياته کړه چې د فوايد عامې وزارت ته په کاره ده، چې د دغه سړک د کيفيت د کنترول ترڅنګ د زيات بار وړونکو موټرو د تګ راتګ مخه هم ونيسي.

 د خوست والي عبدالجبار نعيمي هم دا مني، چې د خوست – ګردېز ترمنځ د جوړ شوي سړک ځينې برخې ويجاړ شوې دي.

 نوموړي پژواک ته وويل چې د سړک په اوږدو کې ستونزې شته؛ خو د هواري په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

 د نعيمي په خبره، په دې اړه يې د هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره خبرې کړې دي، چې د سړک ويجاړې شوې برخې له سره ورغوي.