غزني ښار (پژواک ٢١ لړم ٩٠): د غزني ښار د جامدو او اوبلنو کثافاتو د زېرمې کولو لپاره د څلوېښت جريبه ځمکې پر سر د ١،٢ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت کثافتدانۍ جوړه شوه.
د غزني والي موسي خان اکبرزاده د لړم په ٢١مه، د دې زېرمې د پرانېستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې ستره زېرمه کې به جامد او اوبلن کثافات تر تجزيې وروسته د ځمکوالو او بزګرانو د کروندو لپاره د سرې په توګه وکارول شي.
د والي په وينا، په دې زېرمه کې به په نوي کال کې د کثافاتو د تجزيې ماشينونه هم ولګول شي او د ښار کثافات به د موټرو په مرسته دې کثافتدانۍ ته لېږدول کېږي.
د غزني د ښاروالۍ له لوري د سترې کثافتدانۍ (ډم سايټ) له جوړېدو سره به د ښار د پاکوالي تر څنګ، د کرنيزو حاصلاتو د زياتوالي لپاره، سره هم تر لاسه شي.
د غزني ښاروال سيد عبدالبصير نوري وايي، چې د ټول هېواد په کچه دومره ستره کثافتدانۍ نه ده جوړه شوې او له دې سره به ښار پاکوال او کرنه وده ورسره وکړي.
د ښاروال په وينا، دغه ډم سايټ (د فضله موادو زېرمه) ١٨٠ متره اوږد او ١٠٠ متره سور لري.
نوموړى وايي، چې دغه زېرمه د ولايتي بيارغونې د پولنډ هېواد په ١،٢ ميليونه امريکايي ډالره جوړېږي.
د کابل د چهاراسياب يو اوسېدونکى جبارخېل، چې په غزني ښار کې کار کوي، خوښ دى او وايي چې له دې سره به ښار پاک او کرنه ښه وده وکړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، هر هېوادوال په دې خوښ دى، چې وطن يې اباد شي او دغه راز کارګرو ته يوه کاري زمينه په لاس ورشي.
دغه ستره کثافتدانۍ د غزني له ښاره ختيځ لور ته په شپږ کيلومترۍ کې پرته ده.
د غزني ښار ټول جامد او مايع کثافات به د ښاروالۍ له لوري راټولېږي او بيا به دلته زېرمه کېږي، چې تر تصفيې او تجزيې وروسته به يې بزګران په خپلو کروندو کې د امبار او سرې په ډول کاروي.
د غزني د ولايتي بيارغونې د پولنډي ځواکونو قوماندان جنرال بلازيوش وايي، چې په نوي کال کې به د غزني د خلکو لپاره نورې داسې سترې پروژې ولري.
هغه وايي، دلته ټول کارونه په امنيت پورې تړلي دي؛ که امنيتي شرايط ښه وي، د پراختيايي چارو پر وړاندې به هېڅ ستونزه نه وي.
د پولنډ پي ار ټي په پام کې لري د ښار د پاک ساتنې په موخه، د غزني له ښاروالي سره د ښار د پاکونې په نورو برخو کې هم مرسته وکړي.










