ژبه

په بغلان کې پر يوې ښځينه ښوونکې جنسي تېرى شوى

حبيب الرحمن شېرزى

۵ لیندی ۱۳۹۰ - ۱۴:۵۹

Views: ۸۴

پلخمري (پژواک ٥ ليندۍ ٩٠): ناپېژانده وسله والو په پلخمري ښار کې پر يوې ښځينه ښوونکې له تښتولو وروسته جنسي تېرى کړى دى.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محمدکمين نن (د ليندۍ ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو وسله والو ياده ښوونکې د پنجشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ له اتم سړک څخه تښتولې وه.

د هغه په وينا، چې تښتوونکو دغه ښوونکې له جنسي تېري وروسته د مرکزي بغلان د سلام خېل په سيمه کې پرېښوده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تېري کوونکي درې تنه وو، چې تر اوسه يو هم نه دى نيول شوى، خو په دې اړه يې د هڅو د دوام خبره وکړه.

د بغلان ولايت د پوهنې رييس سعيد منصور پژواک اژانس وويل، چې د دغې ښوونکې عمر د ١٨ او ٢٠ کلنو ترمنځ و او د پلخمري ښار د پوزه ايشان د نجونو په ښوونځي کې د ښوونکې دنده لري.

د نوموړي په وينا، له زده کوونکو څخه د ازموينې له اخيستو وروسته، ياده ښوونکې د مرکزي بغلان پر لور د درملنې لپاره روانه وه، چې وسله والو وتښتوله.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ د روغتون يوه موظف ډاکتر وحيد صديقي پژواک ته وويل، د دوى کتنو په ډاګه کړه، چې پر يادې ښوونکې جنسي تېرى شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو په خپل يوه راپور کې ويلي دي، چې د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي د مخنيوي قانون، په افغانستان کې په ښه توګه نه دى عملي شوى.