جلال اباد (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٠): د نورستان چارواکي وايي، چې د مرکزې نورستان د واما او پارون ٦٠٠ ځوانان د لوېديځ نورستان له ٤٠٠ هغو ځوانانو سره په حشر ورګډ شول، چې غواړي مرکزي او لوېديځ نورستان د سړک له لارې له لغمان سره ونښلوي.
د نوموړي ولايت والي محمدتميم نورستاني، چې د سړک د چارو د څارنې په موخه سيمې ته تللى له واما ولسوالۍ څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې د لوېديځ نورستان د نورګرام ولسوالۍ د ١١ کليو ٤٠٠ تنو د واما پر لور د حشر په ډول له لومړنيو وسايلو څخه په استفادې د ١٢ کيلومتره سړک غځونې چارې پيل کړې وې.
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د نورستان د مرکز پارون او واما ولسوالۍ ٦٠٠ ځوانانو له مرکزې نورستانه تر غربي نورستان پورې د غځېدونکي ١٧ کيلومتره سړک د حشر چارې پيل کړې.
د نوموړي په وينا، چې د ولايتي بوديجې او کليو د پراختيا رياست له لوري د سيمې له خلکو سره (جبل، مارتول، بيل، کولنګ) مرسته شوې ده.
تميم نورستاني وويل، دغه لاره له ستونزمنو غرونو تېريږي، چې په بشپړېدو سره به يې د نورستان له مرکز څخه د لغمان مهترلام ښار ته ١٧ ساعته لار ٢ ساعتونو ته رالنډه شي.
د واما ولسوالۍ قومي مشر محمدطاهر شامي پژواک اژانس ته وويل، چې له دوو مياشتو راهيسې يې د ولسوالۍ اوسېدونکي په غرنيو لارو خپلو کورنيو ته په څارويو بار خوراکي توکي له مهترلام ښاره راوړي.
نوموړي زياته کړه، چې د کونړ له لارې وسله وال ولسي وګړو ته اجازه نه ورکوي، چې له ځان سره خوراکي توکي ولېږدوي.
هغه وايي، چې په همدې موخه يې د ولسوالۍ درېيو قومونو د هغو درې نيم ميليونه پېسو په مصرفولو د سړک غځونې چارې پيل کړې، چې نور يې د کونړ لارې ته اړتيا پېښه نه شي.
د لوېديځ نورستان د نورګرام ولسوال ډاکتر مهرالله پژواک ته وويل، چې تر اوسه له دغې پروژې سره د هېڅ دولتي او غير دولتي ارګان له لوري مرسته نه ده شوې.
نوموړي زياته کړه، چې د سيمې اوسېدونکو ورته ژمنه ورکړې، چې د لارې غځونې د کار کوونکو بشپړ امنيت به نيسي.
د يادونې ده، چې د لوېديځ او مرکزي نورستان تر منځ د غځېدونکي سړک چارې دوه کاله وړاندې هغه وخت په ټپه ودرېدې، چې د سړک د کار کوونکو يوه خېمه د ايتلاف تر بريد لاندې راغله او د شرکتونو تر منځ د غلا معاملو زور واخيست.










