جلال اباد (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٠) : د لغمان له مرکز مهترلام ښار څخه قرغيو ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د پخولو چارې پيل شوې.
د لغمان والي محمد اقبال عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه سړک چې د پخولو چارې يې نن پيل شوې، د ١٦ کيلومتره اوږدوالي او ٨ متره بر په درلودلو سره د نړيوال بانک له لوري جوړېږي.
هغه زياته کړه، چې په يو کال کې به د دغه سړک د پخولو چارې د ٩٣ ميليونو افغانيو په لګښت سره بشپړې شي.
د لغمان د والي په وينا، د سړک په بشپړېدو سره به د قرغيو ولسوالۍ نېغ په نېغه له الينګار ولسوالۍ سره ونښلي.
نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال په لغمان ولايت کې د USAID، سکتوري وزارتونو او مرستندويه موسسو پر مټ د لسګونو پروژو چارې روانې دي، چې ډېره برخه يې د ښوونځيو او سړکونو ده.
والي وويل، چې د روانو پروژو ټوليز ارزښت نږدې ٤٤ ميليونه ډالره دى.
د قرغيو ولسوالۍ د پرمختيايي شورا مشر حاجي شامرد خان پژواک اژانس ته وويل، چې د نوي سړک په پخېدو سره به د سيمې د لسو کليو د تلو راتلو لار مهترلام ښار ته ١٨ کيلو متره لنډه شي.
د يادونې وړ ده، چې له درونټې تر مندروړه وار له مخه د دوهم سړک پخېدنه د کابل – جلال اباد د لويې لارې بديل ګرځېدلې، چې د جوګي پله له لارې د سړک پخېدل به د مهترلام قرغيو ترمنځ دوهم بديل وي.










