لښکرګاه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٠): د هلمند د لښكرګاه ښار د ښاروالۍ د شورا غړى د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
د دغه ولايت د والي وياند داوود احمدي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواك خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه تېر ماښام د لښکرګاه ښار د لښکري بازار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ښاروالۍ د شورا غړى حاجي عبدالصمدخان خپل كور ته په لاره و، چې د ناپېژانده وسله والو له خوا ووژل شو.
د ده په وينا، نوموړى په سيمه کې د اسحاقزو قوم د خلكو فعال استازى هم و او د هغو ستونزې به يې له دولت سره شريكولې.
احمدي د نوموړي د وژلو پړه د دولت پر وسله والو مخالفينو واچوله او ويې ويل، چې هر وخت مخالفين په دغه ډول خلكو بريدونه كوي.
خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې څه نه دي ويلي.
د لښكري بازار د سيمې يوه اوسېدونكي نور احمدي پژواك اژانس ته وويل، چې عبدالصمد خان له چاه سره شخصي دښمني نه لرله او د خپلې دندې قر باني شوى دى.
د ده په وينا، چې نوموړى تېر كال هم طالبان تښتولى و، خو هغه وخت بيا د ځايي خلكو په مرسته راخوشى شو.
نوموړي ته په دې وروستيو كې هم د دولت مخالفينو ګواښ کړى و، که چېرې له خپلې دندې لاس وانه خلي، نو وبه يې وژني.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن