ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو سرحدي پوليس او دوه وسله وال طالبان ووژل شول

author avatar
23 Dec 2011 - 15:44
author avatar
23 Dec 2011 - 15:44

شبرغان،کلات (پژواک ٢ مرغومى ٩٠): په جوزجان او زابل ولايتونو کې د دوو نښتو په ترڅ کې يو سرحدي پوليس او دوه وسله وال طالبان ووژل شول.

د جوزجان ولايت نښته هغه مهال رامنځ ته شوه، چې وسله والو طالبانو د دې ولايت په خماب ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ.

د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد صادق مرادي نن (د مرغومي دوهمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې نښته کې يو سرحدي پوليس او د دولت يو وسله وال مخالف وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د وژل شوي طالب مړى په سيمه کې پاتې ده او له هغه نه يو کلاشينکوف او دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شوي دي.

سرچينې په ډاګه کړه، چې د نورو مخالفينو د نيولو لپاره پلټنې روانې دي.

د خماب ولسوالۍ سرپرست محمد اسماعيل پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لومړى ځل دى چې وسله وال مخالفين په دې ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو پر پوستو بريد کوي.

هغه وويل چې مخکې له دې، په دې ولسوالۍ کې د دولت وسله والو مخالفينو کوم بريد نه و کړى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته د يوه طالب د وژل کېدو پخلى وکړ.

هغه وويل چې د هغوى د بريد په پايله کې دوه پوليس وژل شوي او د هغوى پوسته هم ويجاړه شوې ده.

د يوه بل خبر له مخې، د زابل ولايت په شاه جوى ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې د يوه پاکستاني وګړي په ګډون دوو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

د شاه جوى ولسوال محمد صديق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نښته تېر ماښام د دې ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوه

د هغه په وينا، په دې نښته کې يو وسله وال طالب چې پاکستانى و، وژل شوى او يو بل وسله وال طالب ټپي دى.

سرچينې زياته کړه، چې له دې کسانو نه يو کلاشينکوف او يوه مخابره هم ترلاسه شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د وژل شوي کس مړى روغتون ته لېږدول شوى او له هغه نه ترلاسه شوي اسناد ښيي، چې پاکستانى دى او په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

د سيمې يوه اوسېدونکي عبدالوارث پژواک خبري اژانس  ته وويل، لس تنه مخالفين چې غوښتل يې د ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړي، د پوليسو له مقاومت سره مخ شول او په پايله کې يې يو مخالف ووژل شو او يو بل ټپي شو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.