ژبه

افغان دولت په قطرکې طالبانوته ددفتر له پرانېستلو سره موافقه وښوده

حکمت

۶ مرغومی ۱۳۹۰ - ۱۹:۵۰

Views: ۸۹

کابل(پژواک٦مرغومى٩٠): ولسمشر حامد کرزي: که امریکا غواړي چې د افغانستان وسله والو مخالفینو ته د قطر په هېواد کې دفتر پرانیزي، موږ په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له دغه اقدام سره موافقه لرو،که څه هم چې په دې اړه موږ خپل ترجیحات د سعودي عربستان یا ترکیې په هکله لا پخوا بیان کړي دي.

د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې راغلى، چې نن ولسمشر کرزي، له یو شمېرکویټي رسنیو سره په مرکه کې وویل: د افغانستان دولت د سولې د پرمخ بیولو لپاره په جدي توګه چمتو دی او غواړي چې دافغانستان وسله والو مخالفینو ته ژر تر ژره له هغوی سره د مذاکراتو په موخه یو ځانګړی ادرس وټاکل شي ترڅو له هغوی  سره د خبرو اترو لپاره په عملي توګه اوچت ګامونه پورته شي.

سرچينه کاږي، چي  حامد کرزي په دغه مرکه کې د سولې د بهیر او د افغانستان د اوسني حالت په باب دکویت د خبري آژانس ،القبس، السیاسه، الوطن او د کویت د ژورنالیزم د ټولنې چاپي رسنیو ته وویل: له دې سره سره چې  تر ۲۰۱۴ زيږديز کال پورې به له افغانستان څخه یو شمېر بهرني ځواکونه ووځي خو د هغوی له وتلو وروسته به په هېواد کې ګډوډي رامنځته نه شي.

سرچينه ليکې، چې حامد کرزي د مرکي پرمهال زياته کړه،(( که امریکا غواړي چې د افغانستان وسله والو مخالفینو ته د قطر په هېوادکې دفتر پرانیزي، موږ په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره له دغه اقدام سره موافقه لرو،که څه هم چې په دې اړه موږ خپل ترجیحات د سعودي عربستان یا ترکیې په هکله لا پخوا بیان کړي دي.))

همداراز ولسمشر، یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان د امنیتي ځواکونو پرځواکمنۍ او سمبالښت ټینګار وکړ، او زياته يې کړه ، ناټو باید افغان امنیتي ځواکونه داسې ځواکمن او په پرمخ تللو وسلو سمبال کړي چې وکولای شي پخپله د خپلې خاورې ساتنه وکړي.