لښکرګاه (پژواک ١١ مرغومى ٩٠): د هلمند په ناوې ولسوالۍ كي يو موټر بم د ملي امنيت د منسوبينو له خوا كشف او په سيمه كې شنډ کړى شو.
د هلمند د ملي امنيت رييس بريدجنرال نظرعلي واحدي د مرغومي په ۱۱مه، خبريالانو ته وويل چې دغه موټربم په ناوې ولسوالۍ د پټو معلوماتو پربنسټ نيول شوى و.
هغه زياته کړه، چې د دولت مخالفينو شاوخوا څلوېښت كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي په يوه كورولا موټر كې ځاى پرځاى كړي وو او موخه يې په ناوې ولسوالۍ كي د امنيت د لېږد پروسې رييس ډاكټر اشرف غني احمدزى او نور چارواكي وو.
د نوموړي په وينا، دغه چاودېدونكي توكي يې په ډېر مهارت سره په موټر کې ځاى پرځاى كړى وو.
واحدي وايي، دوى له وړاندې څخه په دې اړه معلومات درلودل او پرون (د مرغومي لسمه) ناوخته په دې وتوانېدل، چې ولسوالۍ ته نږدې دغه کورولا موټر په يوه کور کې کشف او شنډ کړي.
دا په داسې حال كې ده چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې هم، ملي امنيت په لښكرګاه كې يو كورولا موټر بم، چې ۲۲۵ كيلو ګرامه چاودېدونكي توكي په كې ځاى پرځاى شوي و، كشف او له منځه يووړ.
د يادونې وړ ده چې پرون د هلمند د ناوې، مارجې او نادعلي ولسواليو د امنيت چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
له دې يوه ورځ مخکې، د امنيت د لېږد پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي له دې سيمو څخه ليدنه کړې وه.









