ژبه

ترافيکې پېښې ٩ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

کابل(پژواک١٩مرغومى٩٠): د لغمان د سرخکانو په سيمه کې د کابل – جلال اباد پر لويه لار د موټرو د ټکر له امله يو تن مړ او ٨ نور ټپيان شول.

د لغمان د ترافيکو پوليسو مشر سمونيار عبدالصمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې پېښه نن مازديګر شاوخوا ٥ بجې د موټر چلوونکيو د تېز رفتار او بې احتياطۍ له امله هغه مهال رامنځته شو چې دوه ټوډي کورولا ډوله موټر له يو بل سره ټکر شول.

د هغه په وينا ياد موټر يو کابل او بل د جلال اباد پر لور روان وو، چې د لغمان د سرخکانو په سيمه کې سره ټکر شول او تر ټکر وروسته يې سمدلاسه بل کرولا موټر د ډېر سرعت له امله يا دو موټرو سره ولګېد.

د لغمان د ترافيکو مشر زياته کړه چې په پېښه کې يو تن وژل شوى او ٨ نور ټپيان دي چې په ټپيانو کې درې ښځې هم شامل دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا نوکريوال ډاکټر پرويز پژواک ته وويل چې له پېښې يو مړى او ١٠ ټپيان وروړل شوي دي، چې په ټپيانو کې د درېيو تنو حالت نازک دى.