منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۱۸ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په تېرو لسو مياشتو کې په ټوليزه توګه ٣٤ سلنه پراختيايي بوديجه لګول شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک ٢٤مرغومى ٩٠): د روان کال په تېرو لسو مياشتو کې اووه بوديجوي واحدونو له پنځوسو لوړه خپله پراختيايي بوديجه لګولې ده، خو پنځو نورو بيا هېڅ نه ده لګولې او په ټوليزه توګه په ياده شوې موده کې د پراختيايي بوديجې ٣٤سلنه لګول شوې ده.

نن د مرغومي ٢٤مه، د پارلماني برنامې د پياوړتيا ادارې د يو ورځني روزنيز ورکشاپ په ترڅ کې يوه پاڼه خبريالانو ته ورکړه، چې په کې په تېرو لسو مياشتو کې د ٥٤ بوديجوي واحدونو د پراختيايي بوديجې لګښت ښودل شوى دى.

د يادې شوې پاڼې د معلوماتو له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د بشري حقونو خپلواک کمېسيون، د جيولوژي او کارتوګرافي رياست، د اټومي انرژۍ عالي کمېسيون او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې په تېرو لسو مياشتو کې خپله پراختيايي بوديجه هېڅ لګولى نه ده.

د همدې پاڼې په حواله، عدليې وزارت ٥٠،٨  سلنه، د ارشاد حج او اوقافو وزارت ٥٠،٢ سلنه، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ٥٨ سلنه، د کليو د پراختيا وزارت ٥٠،٢ سلنه، د سرحداتو چارو وزارت ٥٠،٥ سلنه، د کوچيانو خپلواک رياست  ٦٠،٧ سلنه او په افغانستان کې د وړو پورونو د ملاتړ او پانګونې د مرستې اداره (مسفا) په نوم ادارې ٥٢،٥ سلنه خپله پراختيايي بوديجه لګولې ده.

له يادو شويو اداري بوديجوي واحدونو پرته، نور ټول هغه ادارې دي چې خپله پراختيايي بوديجه يې د پنځوس او صفر په منځ کې لګولې ده.

د سرچينې په حواله، د وزارتونو ترمنځ تر ټولو کمه بوديجه د بهرنيو چارو وزارت (٥%) او اطلاعاتو او کولتور وزارت (٥،٦%)  لګولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په روان کال کې ٩٩،٧ ميليارده افغانۍ پراختيايي او ١٥٠ ميليارده افغانۍ عادي بوديجه د ولسي جرګې له لوري تصويب شوې وه.