ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان له ناوړه قصد څخه روغ ووت

د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان له ناوړه قصد څخه روغ ووت

author avatar
18 Jan 2012 - 19:15
د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان له ناوړه قصد څخه روغ ووت
author avatar
18 Jan 2012 - 19:15

پلخمري (پژواک ٢٨ مرغومى ٩٠): د بغلان ولايت د مرکزي بغلان ولسوالۍ امنيه قوماندان له يوه ناوړه قصد څخه روغ ووت.

 د مرکزي بغلان امنيه قوماندان سمونوال کمين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن (د مرغومي ٢٨ مه) سهار مهال شخصي موټر يې د ماين په واسطه وچاودېد.

 د نوموړي په وينا، له څه مودې راهيسې يې له شخصي موټر څخه کار اخيست، چې وسله والو مخالفينو په دغه موټر کې ساعتي ماين ځاى پرځاى کړى وو، چې د کور نږدې وچاودېد؛ خو څرنګه چې دى په کې نه و، زيان ورته نه دى رسېدلى.

 کمين څرګنده کړه، چې موټر په چاودنه کې په بشپړه توګه له منځه تللى او تراوسه د پېښې عاملين پېژندل شوي نه دي.

 د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ولسي شورا استازي عبدالرحيم پژواک ته وويل: ((دغه ماين چسپکي و، چې د قوماندان کمين د وژلو په موخه ځاى پرځاى شوى وو.))

 نوموړي زياته کړه، چې په چاودنه کې چاته زيان نه دى رسېدلى.

 وسله والو طالبانو د دغې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل، چې په دې چاودنه کې د مرکزي بغلان د امنيه قوماندان موټر ويجاړ شوى دى؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.

 د نوموړي په وينا، دغه ماين هغه مهال وچاودېد، چې پوليس د هغه پر شنډولو بوخت وو.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.