کابل(پژواک د کب ٢مه ٩٠): دپوهنې وزارت د نوې تعليمي کال په نيمايي کې ، د دريمو رسمي دودشوو ژبو لپاره دچاپ په حال کې کتابونه ،پرهغوو ښوونځيو چې ورته اړتيا لري، وېشي.
دا مطلب د پوهنې وزارت وياند امان الله ايمان نن(دکب په ٢مه) چې د مورنۍ ژبې له ورځې سره سمون خوري،پژواک خبري اژانس ته په ډاګه کړ.
د افغانستان د اساسي قانون په شپاړسمه ماده کې راغلي دي: (( پښتو،دري، اوزبکي،ترکمني،بلوڅي او پشه يي،نورستاني، پاميري او په هېواد کې دنورو دودشوو ژبو له ډلې څخه پښتو او درې د دولت رسمي ژبي دي، په هغوو سيمو کې،چې ډيرى اوسېدونکې يې په اوزبکي،ترکمني،پشه يي، نورستاني، بلوڅي او يا پاميري ژبو خبري کوي، د پښتو او درې ترڅنګ ،هغه ژبه د درېمې رسمي ژبې په توګه کارول کېږي.))
همدرانګه ددې قانون په دريمه ماده کې راغلي دي: ((… دولت مکلف دى ،چې په ټول افغانستان کې د انډوليزي پوهنې د عام کولو په خاطر، د منځنيو زده کړو اجباري کول، اغيزمن پروګرامونه طرحه او پلي کړي او په مورنۍ ژبه تدريس په هغوو سيمو کې ،چې پرې خبرې کوي، لاره ورته هواره کړي.))
د پوهنې وزارت د وياند په وينا، دې وزارت د اساسي قانون يادو شوو مادو ته په پام سره،له ١٣٨٦کال راپدېخوا ٧٢عنوانه درسي کتابونه په بلوڅي، اوزبکي،نورستاني،پشه يي،ترکمني،پاميري،کچري،شغناني او واخاني ژبوو تاليف او دامهال ترچاپ لاندې دي.
همدرانګه نوموړي وويل،چې ددې کتابونو دتدريس لپاره ، په اړوند سيمو کې په يادو شوو ژبو، ښوونکو لپاره لارښود هم برابر شوى ،چې له تدريس څخه وړاندې ، په دې برخه کې ښوونکو ته اړينې زده کړې ورکول کېږي.
د سرچينې د څرګندولو له مخې،دمګړۍ دهېواد په ټولو ښوونځيو کې، لوست په پښتو او دري ژبو ترسره کېږي او د اړتيا د پوره کولو لپاره، ٤٢ ميليونه کتابونه په يادوو شوو ژبوله لومړي ټولګي څخه تر ١٢پورې له نصاب سره سم چاپ شوي دي.
دهغه په وينا، له لومړي ټولګي څخه ترنهم ټولګي پورې نوي چاپ شوي کتابونه مخکې وېشل شوي دي او د ليسي دورې لپاره په نوي تعليمي کال (١٣٩١) کې ويشل کېږي.
هغه وويل،چې د وزارت له پلان سره سم په افغانستان کې د يو شمېر نورو دود شوو ژبولپاره ، به په راتلونکو کلنو کې درسي کتابونه برابرشي.
په وروستيو کلنو کې دکابل ښار په ښوونځيو کې ،د دري ژبې ترڅنګ په پښتو ژبه هم د تدريس چانس برابرشوى دى.
هرکال د فبروري په ٢١مه ،په ټوله نړۍ کې د يولړ کلتوري مراسمو په لړ کې ،مورنۍ ژبه لمانځل کېږي.










