باميان ښار(پژواک ٥کب ٩٠): د باميان په ورث ولسوالۍ کې ،درې تنه هغه مهال تر برفکوچ لاندې مړه شول،.چې دفاتحې له مراسمو څخه د راستنېدو په حال کې وو.
د ورث ولسوالۍ د روغتيايي شورا مشر ابراهيم مبلغ نن(دکب ٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل،چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته شاوخوا ٢ بجې ،هغه مهال په ورث کې رامنځ ته شوه،چې د څلور ښځو په ګډون ٩ تنه ،له قوم ياري کلي څخه د فاتحې له مراسمو نه د راستنېدو په حال کې وو.
دهغه په وينا، د لارې په اوږدو کې برفکوچ پنځه تنه لاندې کړل ،چې دسيمې د اوسېدونکو دهڅو په ترڅ کې له واورو راووېستل شول،خو درې تنه يې تېر ماښام مړه شول او د دوو نورو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
دحاجى صادق په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل،چې دا پېښه پرون رامنځ ته شوه،ټولو هغو خلکو چې قوم ياري کلي ته د فاتحې لپاره راغلي وو،دهغوى مرستې ته يې ورودانګل او په واورو کې ګيرشوي کسان، چې ژوندي وو، وژغورل.
په روان کال کې د زياتو واورو اورېدو له امله ، دهېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له ځاني او مالي زيانونو سربېره د ولايتونو ترمنځ غځېدلې لارې په وقفه يي ډول او د ځينو ولسواليو لارې په دوامداره توګه تړلې دي.










