منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۴ غ.م
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

دکابل دنن چاپ ورځپاڼو غورچاڼ

· ۶ دقیقې لوستل · ۹۳ کتنې

کابل ښار  (پژواک،  ١٣ کب،٩٠):  دکابل چاپ ورځپاڼو خپله دا اونۍ دبېلابېلو موضوعاتو په څېړنه پيل کړې ده ، چې مهم سرټکي يې له امريکاسره دستراتيژيکو همکاريو دسند دلاسليک پر وړاندې ستونزې ، د سولې پروسې روان بهير او دافغان پوځيانوپه لاس دڅو امريکايي پوځيانو تر وژل کېدو وروسته د بې باورۍ دفضا را منځ ته کېدل ،ګڼلاى شو.

د ملي آرمان ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې  دشپي عملياتو ترسرليک لاندې او پردې ټکي دبحث په ترڅ کې ، چې دشپي عملياتو بندېدل دافغان دولت يوه اساسي غوښتنه ده ، دځينو کارپوهانو  له قوله  ليکلي،چې  دپاکستان په خاوره کې دبې پېلوټه الوتکو بريدونه اوپه افغانستان کې دشپې عملياتو د ترهګرو  دملاتير ورمات کړى دى.

د ملي آرمان ورځپاڼه په داسې حال کې، چې له  امريکا سره دستراتيژيکو همکاريو د سند د ژرترژره لاسليک غوښتونکې ده،ليکي چې بايد د شپې عملياتو د خنډ د ژر تر ژره لرې کولو لپاره د حل لاره ولټول  شي او د ورځپاڼې په خبره که دشپي عمليات زموږ د واکمنو لپاره  يوه پلمه نه وي ، نو داستونزه به د دواړو لوريو د جدي خبرواترو په وسيله حل کړاى شي.

خو د ويسا ورځپاڼه بيا د ملي آرمان  پرخلاف په دې اند ده، چې له امريکاسره دستراتيژيکو اړيکو د تړون په اړه د ولسمشرکرزي  دريځ ،د افغان ولس دريځ  ګڼي او په دې اړه د ناټو تړون دسرمنشي او ولسمشر ترمنځ دټېلېفوني خبرواترو ترسره کېدو ته هم ګوته نيسي ، چې په ترڅ کې يې د  ناټو سرمنشي ددې سند دژرترژره لاسليک غوښتنه کړې وه.

ويسا ورځپاڼه په دې نظر ده ، تر اوسه پورې ، چې له امريكا سره د ستراتژيكو اړيكو د سند په اړه د افغان ولس لويې جرګې او يا ولسمشر كرزي كوم شرطونه وړاندې كړي ، هغه د افغان ولس د سر ، مال او ابرو خونديتوب او د ملي حاكميت درناوى او تضمين دى.

ويسا ورځپاڼه دا پوښتنه هم را ولاړوي، چې که امريكا  له افغانستان سره د اوږد مهالې ملګرتيا او ستراتژيكو همكاريو تړون غوښتونکې ده ، بيا ولې دافغانستان  د ملي حاكمت

 د تضمين شرط نه شي منلى؟

 دسرنوشت ورځپاڼه هم دافغانستان ملي حاکميت ته د درناوي بل اړخ څېړي او په دې باور ده ، چې د بګرام د زندان د نه سپارلو پر  پرېکړه  د امريکا د حکومت کلکه ودرېدنه او هلته د بشري حقونو سرغړاوي ته دوام ، د افغانستان ملي حاکميت ته دامريکا نه درناوى ښکاره کوي. 

سرنوشت ورځپاڼه دافغانستان دعلماوو د شورا هغې وروستۍ پرېکړې ته هم ګوته نيسي ، چې په هغې کې افغان حکومت ته د پروان زندان دچارو د سپارلو (چې  دبګرام زندان په نامه شهرت لري) غوښتونکې شوې وه، اوليکي : داسې ښکاري ، چې امريکا لا هم د افغانانو اصلي غوښتنو ته پام نه کوي او هېروي، چې په ملي او ديني مسايلو کې د افغانانو غبرګون په څومره لنډ وخت کې حالت بدلولى شي.

دهشت صبح ورځپاڼه بيا دامريکا او افغانانو ترمنځ د بې باورۍ ديوه ديوال جوړېدوته اشاره لري او په دې اند ده، چې دافغان پوځيانو لخوا د امريکايي پوځيانو پرله پسې وژل کېدل به افغان حکومت او د هغې متحدينو ته  بدې پايلې ولري.

هشت صبح ورځپاڼه همدا راز ليکي ، چې  دسيمې د هېوادونو استخبارت  ددې ډول کړنو په ترسره کولو سره  دافغانستان  او دهغې دلوېديځو متحدينو ترمنځ دبې باورۍ ديوه ستر دېوال  د ودرلو په لټه کې دي او په دې اند ده ، چې ددې ډول پېښو دوام به په اوږدمهال کې دهېواد دامنيتي ځواکونو د روزنې دبهير او په دولتي ادارو کې دظرفيت لوړونې د پروسې د سستۍ سبب شي.

 دملي باور او افغانستان دوه ورځپاڼې بيا دافغان  سولې بهير ته له بېلابېلو تحليلونو سره کتنه کوي .

د ملي باور ورځپاڼه په دې اند ده، چې په هېواد کې دسولې روان بهير بايد دپخوانيو ناکامو تجربو قرباني نشي او ددې مطلب په راوړلو سره ، چې دافغانستان لپاره د بُن لومړنى کنفرانس  يوه تېروتنه وه ، ځکه دهغه مشري  دافغانستان له حالاتو د بې خبره هېواد په  لاس وه .

د ملي باور په خبره ، چې نړيواله ټولنه په تېره بيا امريکا بايد تېره ، تېروتنه بيا تکرار نکړي.

ياده ورځپاڼه په پاى کې له نړيوالو غواړي، ترڅو دافغان ستونزې ته دحل يوه داسې لار پيدا کړي، چې دتل لپاره په دې هېواد کې دجګړې اور مړ کړي.

خو دافغانستان ورځپاڼه بيا په دې اند ده، چې دافغانستان د سولې په پروسه کې ټولو ترسره شويو پړاوونو خپلې نېمګړتياوې اوعيبونه درلودل.

دغه ورځپاڼه ليکي، چې افغان دولت په دې اړه ځانګړى دريځ نه درلود او په دې نظر ده ، چې دسولې د پروسې مشروعيت په هغه بڼه ، چې تراوسه دافغان حکومت هغه ترسره کړ ې  اويا  په دغه ډول ، چې اوس يې دامريکا متحده ايالتونه پرمخ بيايي  ، ترپوښتنې لاندې راغلى دى.

دماندګار ورځپاڼه بيا دهېواد په  قضايي نظام کې د اداري فساد شتون او په دې اړه دسترې محکمې کارکړنې څېړلې دي او دهېواد دلسګونو قاضيانو دګوښه کولو او دهغو دمحاکمې خبرته په پاملرنې سره په دې نظر ده، چې په ستره محکمه کې له ادارې فسادسره مبارزه  محسوسه نه ده.

ماندګار ليکي ، چې  دهېواد قضاييه قوه له ځان سره تر ټولو ستر فساد لري او دغه شمېرې چې سترې محکمې ورته پاملرنه کړې ، شايد  هغه  کچې ته په پاملرنې سره ، چې په دې اداره کې داداري فساد دشتون په اړه  مطرح ده ، يو ناچيزه او وړوکې کړنه وګڼل شي.

د خدمتګار ورځپاڼه  بيا  په کندهار ولايت کې د هغه تن نيول کېدوته ګوته نيسي ، چې ويل کېږي  د وسلوالو مخالفينو په لمسون او د خلکو د احساساتو د راپارولو په موخه يې د  عربي مړيو د هدېرې د سوزولو  هوډ کړى و .

 خدمتګار ورځپاڼه دا ډول کړنې  او دخلکو له احساساتو سره لوبې کول د پرديو استخباراتي شبکو لوبې ګڼې او  ليکي ، چې  افغان حكومت د دغو لوبو په وړاندې په چوپ پاتې كېدو  سره حالات په تياره كې ساتي او لوبه تپي، چې دغه حالت همدومره خطرناك دى، لكه څومره چې د دولت د مخالفينو او ګاونډيانو لخوا لوبه كول خطرناك دي.

انيس دولتي ورځپاڼه په خپله نننۍ ګڼه کې  داستانبول دغونډې دبهير دڅارنې اوتعقيب موضوع ته اشاره لري او دغه اقدام يې يو مثبت ګام ګڼلى دى.

انيس ورځپاڼه هغې ناستې ته  ګوته نيسي، چې ددې ورځپاڼې په خبره ، به په نږدې راتلونکي کې به په همدې اړه  په کابل کې جوړه شي  اوليکي چې دا ناسته به  کولى شي دکابل راتلونکي کنفرانس ته له مخکې ټاکل شويو موخو ته د لاسرسي زمينه برابره کړي.

او په پاى کې هېواد دولتي ورځپاڼې دخلکو غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو پروسه څېړلې او په دې اند ده ، چې دافغانستان دتېرو څو لسيزو جګړو په ترڅ کې ځينو خلکو دقوم ،ژبې او سمت دتعصب پر بنسټ نور خلک له سيمو څخه شړلي او دهغوى جايدادونه يې لاندې کړي دي.

دهېواد ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې دکورنيو چاور او ماليي له وزارتونو غواړي ، ترڅو د ولسمرکرزي د اوامر په  پام کې نيولو سره لاندې کړاى شوي اوغصب شوي جايدادونه  بېرته را وګرځوي او دغه لړۍ لا نوره هم ګړندۍ کړي.