ژبه

کرزى: د وسله وال پوځ ترمنځ دې عقيدتي او فرهنګي کار ته پراختيا ورکړل شي

حکمت

مارچ 4, 2012 - 8:36 pm

Views: 89

کابل (پژواک١٤کب٩٠): د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او د ملي امنيت د لاښې ساتنې په موخه د وسله وال پوځ د پرسونل ترمنځ د هېوادپالنې د رامنځ ته کولو لپاره دې عقيدتي او فرهنګي کار ته پراختيا ورکړل شي.

دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د کب په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي، چې نن په ارګ کې د ولسمشر کرزي تر مشرۍ لاندې د امنيت د شورا په غونډه کې د هېواد عمومي حالت، د بګرام په پوځي مرکز کې قران کريم ته د سپکاوي د پېښې په غبرګون کې د رامنځ ته شويو پېښو له امله د اوښتې مرګ ژوبلې او عامه شتمنيو ته د رسېدلو زيانونه لاملونه وڅېړل شول.

همداراز په دې ټينګار وشو، چې د وسله وال پوځ بنسټونه دې د خپل پرسونل ترمنځ پر عقيدتي او فرهنګي کار سربېره له ټولو هغو ممکنو لارو چارو څخه په استفادې سره داسې تدبيرونه تر لاس لاندې ونيسي، چې د افغانستان د خلکو دښمنان ونه شي کولای په هېواد کې په ورانکارو فعاليتونو لاس پورې کړي.