جلال اباد (پژواک ١٨ مه کب ٩٠): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې دوه رغنيزې پروژې د جاپان او امريکا په مرستو سرته ورسېدې.
د دغه ولايت د کليو پراختيا او بيارغونې رييس حضرت بلال نورستاني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د جاپان هېواد د جايکا موسسې د ١٨٩زره ډالرو په لګښت د سره رود ولسوالۍ د موى مبارک او چهارباغ ترمنځ د سړک پخولو چارې بشپړې او ګټه اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړى زياته کړه، چې د دواړو کليو ترمنځ غځېدلى يونيم کيلومتر سړک څلور متره سور او شپږ پلچکونه لري او د ٣٦٥ متره استنادي دېوال په درلودو سره د څلورنيمو مياشتو په موده کې بشپړ شوى دى.
د دغې ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس محمد انور اکرام پژواک ته وويل، چې جلال اباد ښار ته څېرمه د سره رود ولسوالۍ دغه دواړه کلي د ترکارۍ ښې کروندې لري او په دواړو کليو کې د کرنې رياست له لوري د ترکاريو ساتنې په موخه سړې خونې هم جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې د سړک له پخېدو سره اوس دوى کولاى شي، چې خپلې ترکاريانې په اسانه جلال اباد ښار ته ورسوي.
د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار پوهنتون سرپرست پوهاند دل اقا وقار پژواک ته وويل، چې د کرنې پوهنځي د زړې ودانۍ د رغونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
نوموړى زياته کړه، په دغې ودانۍ کې د برېښنا او اوبو سيستم، ودانۍ ته رنګ ورکول او نوې ښيښې اېښودل د ولايتي بيارغونې کرنيزې ډلې ADT په دوه شپېته زره امريکايي ډالرو ترسره شوې، چې د محصلينو لپاره يې ښه درسي چاپيريال رامنځ ته کړ.
د يادونې ده، چې د جاپان هېواد جايکا موسسې په سره رود او بهسودو ولسواليو کې شپږ دېرش روانې پروژې لري، چې د ترسره کولو تړون يې يوه مياشت وړاندې له والي ګل اغاء شېرزي سره لاسليک کړ.










