ژبه

١٥ نامسوولو وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته

حبيب الرحمن شيرزي

۲۰ کب ۱۳۹۰ - ۱۶:۴۴

Views: ۸۰

پلخمري (پژواک ٢٠ کب٩٠): د بغلان په پل حصار ولسوالۍ کې د نامسوولو وسلوالو ترمنځ نښته کې درېيو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ١٢نور ټپيان شول.

 د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اسدالله شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا نښته نن سهار (د کب ٢٠مه) د پل حصار ولسوالۍ په تېرګران سيمه کې رامنځ ته شوه.

د نوموړي په وينا، دا نښته د نامسوولو کسانو ترمنځ د لفظي شخړې له کبله را منځته شوه، چې په ترڅ کې يې له ښکېلو خواوو څخه درې تنه و وژل شول او ١٢نور ټپيان دي.

شېرزاد زياته کړه، چې دوى د سيمې د مشرانو په مشوره له ښکېلو لورو سره په خبرو اترو بوخت دي، څو دا ستونزه هواره او د نورو تلفاتو مخه ونيسي.

د اندرابونو د ولسي شورا مشر نعيم مدبر پژواک اژانس ته وويل، چې دغو کسانو مخکې له دې هم په خپلو کې تربګني درلوده.

هغه څرګنده کړه، چې دمګړۍ د ښکېلو خواوو کسان يو بل ته په ماشه دي، امنيتي ځواکونه او قومي مشران له داوړو خواوو سره په خبرو اترو بوخت دي.

د سيمې يو اوسېدونکى محمدجيلان په داسې حال کې، چې د نامسوولو وسلوالو له شتون څخه سر ټکوي وايي، چې له دواړو لورو څخه څو تنه ټپيان شوي وو او د نورو وسلوالو له لوري له سيمې څخه يوړل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په کوچني اختر کې د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې د وسلوالو د خپل منځي نښتې له کبله ٢٩تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.