واشنګټن (پژواک ٢ ورى ٩١): په افغانستان کې د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان وايي چې له وروستيو پېښو سره سره، د افغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ همغږي شتون لري او اړيکې يې پياوړې دي.
د ايساف عمومي قوماندان جنرال جان الن، دغه څرګندونې پرون د امريکا د مشرانو جرګې د وسلوالو ځواکونو کمېسيون پر وړاندې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې د روان زېږديز کال په اوږدو کې د افغان ځواکونو له خوا د ايساف ١٣ سرتېري وژل شوي دي.
خو نوموړي وويل چې دې بريدونو سره سره، اوس هم د افغان او نړيوالو ځواکونو ترمنځ همغږي شتون لري او اړيکې يې پياوړې دي.
وروسته له هغه چې په بګرام کې د امريکايي سرتېرو له خوا د قران کريم نسخې وسوځول شوې، په درېيو بېلا بېلو پېښو کې د افغان ځواکونو له خوا ٦ امريکايي سرتېري ووژل شول.
په افغانستان کې د ايساف عمومي قوماندان دغه راز وويل، دوى القاعدې ته بيا اجازه نه ورکوي، چې په افغانستان کې د ځان لپاره خوندي ځالې جوړې کړي او د هغوى د مخنيوي لپاره ناټو ځواکونه کلک اقدامات کړي دي.
جنرال الن وويل، چې د روان زېږديز کال په سبټمبر کې به له افغانستان څخه د امريکايي سرتېرو د مرحله واله وتلو په اړه پرېکړه کوي.
نوموړى چې په افغانستان کې د ايساف ترڅنګ د امريکايي ځواکونو اعلى قوماندان هم دى، د سنا مجلس ته وويل چې افغان جګړه کې به دوى بريالي کېږي.
خو جنرال الن وويل، چې اوسمهال د افغانستان له سوېلي سيمو څخه د امريکايي سرتېرو وېستل به له وخت څخه مخکې وي.
هغه ومنله چې ځواکونه يې په افغانستان کې له يو شمېر ننګونو سره مخ دي او زياته يې کړه، چې د قران کريم د نسخو سوځونې او په کندهار کې د عامو افغانانو وژلو پېښې دوى ته ستونزې راولاړې کړې او دوى دغه پېښې غندلې دي.