ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدان ښار کې درنه چاودنه وشوه

ميدان ښار کې درنه چاودنه وشوه

author avatar
4 Apr 2012 - 19:53
ميدان ښار کې درنه چاودنه وشوه
author avatar
4 Apr 2012 - 19:53

ميدان ښار(پژواک١٧ورى٩١): دميدان وردګو امنيه قوماندان وايې چې د تيلو په ټانکر کې شوې چاودنه ځانې زيان نه لري او د ټانکر چلوونکى او کلينر يې د پلټنو په موخه نيولي دي.

دغه چاودنه نن دوري په ١٦مه ماښام مهال دکابل کندهار په لويه لاره دميدان ښار اړونده د امنيه قوماندانۍ مخې ته شوې ده.

دميدان وردګو امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ټانکر کې تيلو اور اخيستى وو چې له امله يې چاودنه وشوه.

نوموړي زياته کړه چې په دغه چاودنه کې چاته ځانې زيان نه دى اوښتى يوازې ټانکر او په هغې کې شته تيل سوځيدلي دي.

هغه وايې،دټانکر چلوونکى او کلنير يې د پلټونو په موخه نيولي دي او په دغه پيښه کې يې دمخالفينو لاس لرل رد کړل.

 

امنيه قوماندان وويل چې ددې پيښې له امله د کابل کندهار لويه لار ترافيکو پرمخ تړلى وه چې له يوه ساعت وروسته بيرته پرانيستل شوه.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.