منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۱۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۵۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

په کندهار هوايي ډګر کې د لسو ميليونو ډالرو په لګښت سړک پرانيستل شو

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۷ کتنې

کندهار ښار (پژواک ١٦ ورى ٩١): د کندهار هوايي ډګر له عمومي دروازې تر ملکي ټرمينل پورې رغول شوى سړک  د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو.

 د سړک د پرانيستنې په مراسمو کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا، د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزير داوود علي نجفي، د ښاري پراختيا په برخه کې د ولسمشر سلاکار انجنير يوسف پښتون او يو شمېر نورو چارواکو ګډون کړى وو.

 د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د سړک د پرانيستنې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د هوايي ډګر له عمومي دروازې بيا تر ملکي ټرمينل پورې غځېدلى سړک ٤،٢ کيلومتره اوږدوالى او ٨ متره سور لري.

 هغه زياته کړه، پر دغه سړک ١٠ ميليونه امريکايي ډالر لګښت راغلى او د يوه کال په موده کې په پاخه او اساسي توګه رغول شوى دى.

 والي وويل: ((که څه هم رغول شوى سړک کوچنى دى، خو ډېر اهميت لري؛ ځکه مخکې د هوايي ډګر له عمومې دروازې تر ټرمينل پورې ناروغانو، مسافرو او مېلمنو پر خامه لاره سفر کاوه او له زياتو ستونزو سره مخ وو.))

 نوموړي د سړک د زيات لګښت په اړه وويل، چې د اوسني غځول شوي سړک په ساحه کې د جګړو له کلونو ماينونه پاتې وو، چې ډېرې پيسې د سيمې په تصفيه او نورو اړوندو چارو لګول شوې دي.

 د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزير داوود علي نجفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کندهار ته يې د سفر موخه د سړک د پرانيستنې تر څنګ له هوايي ډګر څخه ليدنه او د نوو پلانونو پلي کول دي.

 هغه زياته کړه، تر دې وړاندې د هوايي ډګر د برېښنا، کاناليزاسيون او يو شمېر نورو برخو کې ١٩ ميليونه ډالر لګول شوي او اوسمهال د ټرمينل د سړک پر جوړېدو ١٠ ميليونه ډالر نور لګښت راغلى دى.

 د نوموړي په وينا، د ماسټر پلان له مخې به د کندهار هوايي ډګر خدمات معياري شي، هوايي ډګر به نور هم پراخ کړل شي، دغه راز د سوداګرو لپاره به بهر ته د سوداګريزو توکو د لېږد زمينه هم برابره شي.

 نجفي د مسافرينو د هغو ستونزو په اړه، چې ډېر مهال يې سفرونه په ساعتونو ساعتونو له ځنډ سره مخ وي او دغه راز د سفر نه کولو پر مهال ورته بېرته د ټکټ پيسې نه ورکول کېږي، وويل: ((په دې اړه مو د هوايي شرکتونو د اتحاديې له مسوول سره خبرې کړي او په دې سفر کې راسره ملګرى دى.))

 د ده په خبره، تر دې وروسته به د هوايي شرکتونو مسوولين مسافرينو ته د سفر نه کولو پر مهال د ټکټ پيسې بېرته ورکوي او دغه راز د سفر د ځنډېدو په پر مهال به اړوند شرکتونه د وزارت له خوا جريمه کېږي.

 انجنير يوسف پښتون هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د دغه هوايي ډګر پر پراخېدو او معياري خدماتو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په تدريجي توګه به دغه هوايي ډګر نړيواله معياري بڼه خپله کړي.

 کندهار هوايي ډګر چې د هېواد له لويو ميدانونو څخه شمېرل کېږي، د کندهار ښار سوېل ختيځ لوري ته د کندهار_ سپين بولدک پر لويه لاره د ١٦ کيلومتره په واټن پروت دى.