ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه وسلوال طالبان او د ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول

پنځه وسلوال طالبان او د ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول

author avatar
16 Apr 2012 - 15:50
پنځه وسلوال طالبان او د ملي اردو دوه سرتېري ووژل شول
author avatar
16 Apr 2012 - 15:50

زرنج، ميدان ښار (پژواک ٢٨ ورى ٩١): په نيمروز او ميدان وردګو ولايتونو کې د ملي اردو دوه سرتېري او پنځه وسلوالو طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د نيمروز د خاشرود ولسوال محمدهاشم نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، وسلوالو طالبانو نن سهار پنځه بجې د ملي اردو پر ګزمه بريد وکړ، چې له امله يې ياده مرګ ژوبله رامنځته شوه.

نورزى زياتوي، چې ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

د خاشرود ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار عبدالجليل ويلي، پېښه د ولسوالۍ د پشته حسن په سيمه کې رامنځته شوې چې په کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي، همدارنګه دوه وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په ورته وخت طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې په دغه بريد کې د اردو درې سرتېري وژل شوي او درې وسلوال طالبان ټپيان شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد د وري په ٢٨مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د بهرنيو ځواکونو چورلکو د نرخ ولسوالۍ په بادام سيمه کې يو شمېر وسلوال طالبان په نښه کړل، درې يې وژلي او دوه نور ټپيان دي.

د هغه په وينا، په ياده سيمه کې د بهرنيو ځواکونو په ملاتړ د افغان ځواکونو له لوري عمليات روان دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده پېښه کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى او د عملياتو په ترڅ کې هم افغان ځواکونو ته تر اوسه مرګ ژوبله نه ده ور اوښتې.

بهرنيو ځواکونو او وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.