دا راپور واورئ
۰:۰۰ / ۱:۰۰
ګردېز(پژواک دغويي لومړۍ نېټه۹۱):د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې ديوه کور د چت د غورځېدو له امله پنځه ماشومان مړه او مور او پلار يې ټپيان شول.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د څمکنيو ولسوالۍ د مندوخېلو په سيمه کې د تېري شپې د زياتو اورښتونو له امله رامنځته شوې ده .
ده زياته کړه، چې د پېښې ټپيان د سيمې د خلکو لخوا د څمکنيو کلينيک ته لېږدول شوي دي.
د يادې سيمې اوسېدونکى عاشق الله وايي ، چې په مړو شويو ماشومانو کې څلور نجونې او يو هلک شامل دي او عمرونه يې د پنځو او شپاړسو کلونو ترمنځ دي.
عاشق الله وايې ، چې د ټپيانو روغتيايي حالات د ډاډ وړ دى.









