ژبه

دولت او طالبان يو بل ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعاوې کوي

کابل ښار (پژواک ١٦ غويى ٩١): د کورنيو چارو وزارت په ځينو ولايتونو کې د ٢٦ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکوي، خو وسلوال طالبان خپله مرګ ژوبله لږ بولي او دولتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

هغه خبرپاڼه چې نن (د غويي ٢٥مه) د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې ياد شمېر مخالفين په تېرو ٢٤ساعتونو کې په کونړ، هلمند، غزني، خوست او فراه ولايتونو کې وژل شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو، ملي امنيت او ايساف ځواکونو په همکارۍ ټولټال اته عمليات د ملي پوليسو له لوري په يادو ولايتونو کې ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې درې وسلوال مخالفين ټپيان او ٢٨ نور نيول شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې په عملياتو کې شپږ ميله کلاشينکوفونه، دوه پيکا ماشيندار، د درنو وسلو لسګونه مرمۍ، ٢٢ ماينونه او لاسي بمونه،١٣٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي، پنځه مخابرې او ٥٠ موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي، چې ملي پوليسو ١٠ کړۍ ماينونه، چې د وسلوالو مخالفينو له خوا د ورانکارو کړنو لپاره په هرات، کاپيسا، جوزجان، کندهار او لوگر ولايتونو کې ځاى پر ځاى شوي وو، کشف او ترلاسه کړي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي، چې د دوى کسانو ته هومره مرګ ژوبله، چې د کورنيو چارو وزارت يې ادعا کوي، نه ده اوښتې.

هغه خبرپاڼه، چې د طالبانو له خوا پژواک خبرى اژانس ته را رسېدلې کاږي، چې په تېرو ٢٤ساعتونو کې په کندوز، هلمند، غزني، خوست او فراه ولايتونو کې د الفاروق په نوم د عملياتو په لړ کې يې يو شمېر زيات دولتي او بهرنيو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ادعا کړې، چې دولتي سرتېري د عملياتو په ترڅ کې ملکي وګړي نيسي او وروسته يې د طالبانو په نوم يادوي.

نوموړي زياته کړه، چې په ټولو دغو عملياتو کې ٩ وسلوال طالبان وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.

د يادونې ده، چې تېره اونۍ د کورنيو چارو وزارت په يو شمېر ولايتونو کې د ٢٠ وسلوالو مخالفينو د وژلو او د ١١ نورو د نيولو خبر ورکړى و، خو طالبانو ويلي وو، چې په دغو ولايتونو کې يې دولتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته موضوع