ميدان ښار (پژواک ١٦ غويى ٩١): د ميدان وردګو چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د حزب اسلامي او وسلوالو طالبانو ترمنځ په خپلمنځي جګړه کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند شاهدالله شاهد د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا جګړه له تېرو درېيو ورځو راهيسې د نرخ ولسوالۍ په صدمردې سيمه کې په وقفه يي توګه روانه ده.
هغه زياته کړه، چې د دې جګړې په ترڅ کې پرون د حزب اسلامي د وسلوالو په يوه بريد کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او د حزب اسلامي لوري بيا دوه تنه ټپيان دي.
خو د نرخ ولسوال محمدحنيف حنيفي وايي، چې په دې جګړه کې تر اوسه څلور طالبان او يو د حزب اسلامي وسلوال وژل شوي دي.
هغه وايي، چې په جګړه کې له دواړو خواوو څخه يو شمېر وسلوال ټپيان شوي هم دي.
د صدمردې سيمې يوه اوسېدونکي نصرت الله پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو درېيو ورځو راهيسې دواړه خواوې يو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
نوموړى وايي، چې په دې جګړه کې ښکېلو دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره ورته نه وه معلومه.
ښکېلو وسلوالو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په نرخ ولسوالۍ کې د دولت د دواړو وسلوالو مخالفو ډلو ترمنځ نښتې روانې دي، چې له امله يې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې سيمه کې وروستۍ جګړه درې مياشتې مخکې رامنځته شوې، چې له امله يې له دواړو لورو څخه ١٢تنه وژل شوي وو.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن