ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-کندهار د لويې لارې امنيت د تېر کال په پرتله خوندي شوى

د کابل-کندهار د لويې لارې امنيت د تېر کال په پرتله خوندي شوى

author avatar
6 May 2012 - 16:50
د کابل-کندهار د لويې لارې امنيت د تېر کال په پرتله خوندي شوى
author avatar
6 May 2012 - 16:50

ميدان ښار (پژواک ١٧ غويى ٩١): د ميدان وردګو يو شمېر چارواکي او موټر چلوونکي د تېر کال په پرتله د کابل-کندهار د لويې لارې امنيت د ډاډ وړ بولي.

د کابل-کندهار د لويې لارې د ٣٠٣ موټر چلوونکي سيد رحمان پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال د پسرلي او اوړي په موسم کې به پر دغې لويه لاره په ساعتونو ساعتونو د جګړو له امله ولاړ وو.

د هغه په وينا، ډېر وخت به دغه لار د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ اړوند د سالارو او حسن خېلو په سيمه کې د شخصي امنيتي کمپنيو او وسلوالو طالبانو ترمنځ د نښتو له امله تړلې وه.

نوموړي زياته کړه، چې ډېرۍ مهال به په يادو سيمو کې د ناټو ځواکونو د تېلو اکمالاتي ټانکرونو ته وسلوالو طالبانو اور اچولى و او لاره به يې تړلې وه.

سيد رحمان وويل: ((موټر چلوونکي او سپرلي به د شخصي امنيتي کمپنيو د وسلوالو او طالبانو له خوا وهل ټکول کېدل او ښکنځاوې به يې ورته کولې، خو اوس هغسې حالت نه دى، امنيت ډېر ښه شوى دى او ويجاړ شوي ځايونه هم ډېر رغول شوي دي.))

د دغې لويې لارې د کرولا چلوونکي ظريف خان هم پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال به سپرليو د نا امنيو له امله ډېر تګ راتګ نه کاوه او چلوونکو به په اډو کې ډېرې شپې ورته کولې.

نوموړى وايي، چې اوس پر دغې لاره د ملي اردو او ملي پوليسو له خوا شپه او ورځ پرلپسې ګزمې کېږي او امنيت يې ډېر ښه شوى، خو د ده په وينا، بيا هم کله کله وسلوال طالبان د شپې له خوا راوځي.

د سيداباد ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحمت الله خان پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال به هره ورځ د سالارو او سلطان خېلو په سيمه کې يا د تېلو ټانکرونو ته اور اچول کېده او يا به د شخصي امنيتي کمپنيو ساتونکو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښتې رامنځ ته کېدې.

د هغه په وينا، تېر کال د همدغو جنګونو له امله د سيمې ډېر خلک کابل ته کډه شوي وو او په دغو جنګونو کې خلکو ته مالي او ځاني زيانونه هم اوښتي دي.

نوموړي زياته کړه، چې سږ کال د ملي اردو له خوا د لارې امنيت ساتل کېږي، خو له دولت څخه غواړي، چې شخصي امنيتي کمپنۍ دې له منځه يوسي او پر ځای دې د هغوى مسووليت افغان ځواکونه ته ورکړل شي.

دى وايي، چې د شخصي امنيتي کمپنيو ساتونکي ټول نشه يان وي او بې ځايه په لارو کې ډزونه کوي او خلک ګواښي.

د سيداباد ولسوال ډاکتر فضل کريم مسلم پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې لويې لارې امنيت د پخوا په پرتله نوي سلنه ښه شوى او دغه لاره د ترافيکو پر مخ شپه او ورځ خلاصه وي.

د هغه په وينا، د دغې لارې ساتنه د يوه منظم پلان له مخې د افغان ځواکونو له خوا ترسره کېږي.

د ميدان وردګو والي محمد حليم فدايي پژواک اژانس ته وويل، چې د نوموړې لويې لارې د امنيت ساتلو په موخه يې د ملي اردو، ملي او سيمه ييزو پوليسو ډېر شمېر پوستې يوه په بله پسې اچولې دي.

د ده په خبره، له همدې امله اوس وسلوال مخالفين نه شي کولای، چې د لارې په اوږدو کې بريدونه وکړي.

نوموړي زياته کړه، وسلوال مخالفين تل هڅه کوي چې د خلکو له کورونو د سپر په توګه کار واخلي، چې له امله يې وخت ناوخت ملکي خلک هم زيانمنيږي او يا هم کډه کولو ته مجبورېږي.

د فدايي په وينا، د ملي اردو، ملي پوليسو او د ملي امنيت د استخباراتي معلوماتو له مخې، د دغې لويې لارې د ساتلو لپاره پلانونه جوړ شوي، چې اوس مهال له ميدان ښار څخه تر غزني پورې داسې سيمه نشته چې وسلوال مخالفين دې خلکو ته ستونزې رامنځ ته کړي.

نوموړي وويل، چې که چېرې له خصوصي امنيتي کمپنيو څخه په بشپړ ډول د اکمالاتي کتارونو د لېږد مسووليت د عامه نظم پوليسو ته وسپارل شي، نو په دايمي ډول به د لارو امنيت خوندي شي.

د ميدان وردګو د عامې روغتيا رييس ډاکټر غلام فاروق مخلص وردګ پژواک اژانس ته وويل، چې د دغې لويې لارې امنيت د پخوا په پرتله ډېر ښه شوى دی.

د هغه په وينا، اوس د دغې لارې په اږدو کې د چلوونکې د نه پاملرنې له امله ترافيکې پېښې زياتې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې هره اونۍ د کابل-کندهار پر لويه لاره ډېرې ترافيکې پېښې رامنځ ته کېږي، چې مړي او ټپيان يې دوى ته ور وړل کېږي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.