ميدان ښار (پژواک ١٨ غويى ٩١): د پوهنې رياست چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو د مرکز اړوند د نجونو شپږ لومړنيو ښوونځيوته وسلوالو طالبانو د بندېدو ګواښ کړى دى.
له تېرو دوو اونيو راهيسې په غزني ولايت کې هم د وسلوالو طالبانو له لوري د افغان دولت لخوا په موټرسايکلونو د بنديز په غبرګون کې شاوخوا ٥٠ ښوونځي تړلي دي.
د ميدان وردګو ولايت د پوهنې رياست د ميدان ښار د ښاري پوهنې مدير نورالله د غويي په ١٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې شنبې ورځې راهيسې وسلوالو طالبانو په دې پلمه چې ګواکې د انګليسي مضمون په ځاى دې ديني مضمون تدريس شي، د نجونو شپږ ښوونځيو ته يې د بندېدو ګواښ کړى دى .
د هغه په وينا، وسلوالو طالبانو يادو شپږو ښوونځيو ته د تدريس لپاره يو مهالوېش رالېږلى، چې د انګليسي مضمون پرځاى دې يو ديني او دغه راز يو بل ديني مضمون دې هم په کې تدريس کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د سرغړونې په صورت کې يې زده کوونکو او ښوونکو ته د مرګ ګواښونه کړي دي.
نورالله وويل، چې له بلې خوا د حزب اسلامي کسانو د يادو ښوونځيو زده کوونکو او ښوونکو ته ويلي دي، چې ښوونځيو ته بايد ورشي او د چا له ګواښونو ونه ډار شي.
د ده په خبره، د حزب اسلامي وسلوالو ښوونکو او زده کوونکو ته ډاډ ورکړى، چې دوى به يې ننګه کوي او وسلوالو طالبانو ته به اجازه ورنه کړي، چې دوى ته ستونزې جوړې کړي.
نوموړى وايي، چې په دې اړه يې هڅې پيل کړې دي او د ميدان وردګو له لوړ پوړو چارواکو سره يې خبرې کړې دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهد الله شاهد پژواک اژانس ته ياد ګواښ تاييد ، خو نوموړي زياته کړه چې د سيمې اوسېدونکيو دوى ته ډاډ ورکړى ، چې د سر په قيمت به له خپلو ښوونځيو څخه دفاع وکړي .
په سيمه کې د قاري رحمت الله په نوم د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان پژواک اژانس ته وويل، چې دوى د خپل مشرتابه کمېسيون په امر دغه کار کړى او يادو شپږو ښوونځيو ته يې خپل مهالوېش لېږلى دى.
د هغه په وينا، د سرغړونې په صورت کې به له زده کوونکو او ښوونکو د مشرتابه له امر سره سم چلند وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې دوى د مشرتابه کمېسيون له امر پرته ښوونځيو ته د پرانېستو اجازه نه شي ورکولاى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن