ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه وسلواله مخالفه ډله د سولې له بهير سره يوځاى شوه

author avatar
8 May 2012 - 18:30
author avatar
8 May 2012 - 18:30

 ميدان ښار (پژواک ١٩غويى ٩١): په میدان وردګو کې د وسلوالو مخالفینو یوه ۱۳ کسیزه ډله د سولې له بهیر سره د غويي په ١٩مه، یوځای شوه.

په هغې خبري ناسته کې چې نن د دې ولايت په مرکز (میدانښار) کې جوړه شوې وه، د میدان
وردګو والي محمدحلیم فدایي، د ولسي او مشرانو جرګو غړو، د ولایتي شورا استازو او د سولې ولایتي کمېټې غړو ګډون کړى وو.

 والی محمد حلیم فدایی، خبریالانو ته وویل چې د عیسی خان په نامه ۱۳ کسیزې وسلوالې ډلې، چی له اوږدې مودې راهيسې د نرخ ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د دولت پرضد يې فعالیتونه ترسره کول، خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې او د سولې له پروسی سره یوځای شوه.

فدایي د وسلوالو طالبانو دغه کار یو مثبت ګام وباله او ورسره یې ژمنه وکړه، چې په خپل ولایت کې به ورته د کار کولو زمینه برابره او امنیت به یې خوندي کړي. 

والي د سولې پروسې سره له یوځاى شوې ډلې څخه وغوښتل، چې د سولې له بهیر سره همکاري وکړي او خپل نور ملګري يې هم د سولې پروسې ته وهڅوي؛ ځکه چې سوله د الله (ج) امر، د ابراهیم (ع) دعاء، د محمد (ص) تګلاره، د عقل او منطق غوښتنه او د افغانانو تر ټولو ستر ضرورت دی.

 د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالقیوم باقي زوى وویل، کوم کسان چي په ميدان وردګو کې له ورانکار کړنو څخه لاس په  سر کېږی، نو له مرکز سربېره په کلیو بانډو کې به هم د دوى د امنیت د خوندیتوب لپاره جدي هلې ځلې ترسره شي او که دوى وغواړي د پولیسو په ليکو کې به ورته  د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه د سولې له پروسې سره د ۱۳ کسیزې ډلې مشر عیسی خان په خپلو خبرو کې وویل، چی پخوا له دې یې د نرخ ولسوالۍ اړوندو سیمو کې د دولت پرضد وسلوال فعالیتونه ترسره کول؛ خو اوس له جنګه ستړي شوي او په دې پوهېدلي چې نوموړو ته د ګاونډیو هېوادونو له خوا د خپل هېواد د بربادۍ او ورانۍ دستورونه ورکول کېدل، نو له همدې له امله د سولې بهیر سره یوځای شول.

د سولې د ولايتي شورا د دارالانشاء ريیس ډاکتر باور او د سولې دفتر غړي قوماندان مظفرالدین د نوموړې وسلوالې ډلې یوځای کېدل، د سولې په برخه کې ښه لاسته راوړنه وبلله او یادونه یې وکړه، چې د سولې روان بهیر سره نور وسلوال هم یوځای کړي.

د یادونې  ده چې د سولې شورا په هڅو، له دې مخکې هم اووه وسلوال مخالفین له دغه بهير سره یوځای شوي وو.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.