کلات (پژواک ٢١ غويى ٩١): د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې د وسلوالو طالبانو د غلچکي بريدونو د مخنيوي په موخه يې د دغه ولايت په مرکز کلات کې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو بنديز لګولى دى.
د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د غويي په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بنديز له نن سهار څخه پلى کېږي.
د ده په خبره، چې نن له سهار راهيسې پوليسو په کلات ښار لسګونه هغه موټرسايکلونه نيولي، چې چلوونکو يې د پوليسو له امر څخه سرغړونه کړې، خو د دې ژمنې له اخيستو وروسته چې نور به په موټرسايکلو باندې نه ګرځي بېرته نيول شوي موټرسايکلونه خلکو ته وسپارل شول.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو په دې وروستيو کې له موټرسايکل څخه په ګټې اخيستو پر پوليسو يو شمېر غلچکي بريدونه وکړل او دوى د دغسې پېښو د مخنيوي لپاره دغه پرېکړه کړې ده.
امنيه قوماندان وويل، چې د موټرسايکلونو پر ګرځېدو دغه بنديز په امنيتي وضعه پورې اړه لري، هر وخت چې امنيتي حالت سم شو، بېرته به خلکو ته اجازه ورکړي چې له موټرسايکلونه وګرځوي
هغه وويل، چې د اوس لپاره دغه بنديز يواځې په کلات کې وضعه کېږي، په نورو ولسواليو کې خلک کولاى شي له موټرسايکلونو ګټه واخلي
د کلات ښار اوسېدونکي پر موټرسايکلونو د بنديز په اړه بېلابېل نظرونه لري.
د کلات ښار اوسېدونکي عبدالخالق پژواک اژانس ته وويل، چې د پوليسو دغه کار د ستاينې وړ دى؛ ځکه طالبان د خپلو بريدونو او نورو عملياتو لپاره له موټرسايکلونو کار اخلي
هغه زياته کړه، چې دغه کار به په کلات کې د امنيتي وضعې پر سمون مثبت اغېز وکړي.
خو د کلات اړوند د سپينې غبرګې يوه اوسېدونکي محمدالله بيا وايي، چې په زابل کې د خلکو د تګ راتګ عمده وسيله موټرسايکلونه دي چې په بنديز سره به يې خلک له ستونزو سره مخ شي.
نوموړي وويل، چې ځينې خلک د کار وبار لپاره له کليو څخه ښار ته پر موټرسايکل راځي، اکثره وخت ناروغان د موټرسايکل په وسيله تر ډاکتره رسول کېږي او ځيني نور عاجل کارونه هم د موټرسايکل په مرسته کېږي.
هغه له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې بايد د خلکو دغو ستونزو ته پام وکړي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې پر موټرسايکلونو له بنديز سره به عام خلک له ستونزو سره مخ نه شي؟ د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد وويل: ((موږ د خلکو په ستونزو پوهېږو، که ناروغ ډاکتر ته رسول کېږي يا سپين ږيري له موټرسايکل څخه استفاده کوي، نو په دې برخه کې کومه ستونزه نشته، خو ځوانانو ته د موټرسايکل څخه د استفادې اجازه نه ورکول کېږي.))
تر دې وړاندې هم په کلات ښار او يو شمېر ولسواليو کې پر يوه موټرسايکل د دوو تنو پر ګرځېدو بنديز و، خو اوس په کلات ښار کې په ټوليزه توګه پر موټرسايکلونو بنديز ولګېد.
څه موده وړاندې حکومت په غزنې کې هم پر موټرسايکلونو بنديز لګولى، چې په ځواب کې يې طالبانو ښوونځي وتړل خو طالبانو د ښوونځيو په تړلو کې لاس لرل رد کړي دي.










