کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): د هرات په کهسان ولسوالۍ کې د ٢٩ کيلومتره په اوږدوالي يو کانال د ٤،٦ ميلونه امريکايي ډالرو په لګښت بيارغول کېږي.
د ياد کانال د بيارغوني د چارو تړون نن په کابل کې د اوبو او برېښنا وزارت او د سمندر په نوم د يوې شخصي کمپنۍ ترمنځ لاسليک شو.
د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل وويل، چې دغه کانال به په ١٥ مياشتو کې ورغول شي.
د ده په وينا، د دې پروژې لګښت د اسيايي بانک له قرضې څخه ورکول کېږي.
اسماعيل خان زياته کړه، چې د ياد کانال په جوړېدو سره به د دغه کانال په اوږدو کې پرتې څه باندې ٣٦٠٠ هکتاره ځمکې خړوبې شي.
د ده په وينا، د دا ډول کانالونو د جوړېدو موخه د اوبو تنظيم او د ضايعاتو مخنيويى دى.
دغه راز هغه زياته کړه، چې په هرات کې د سلما بند چارې هم ٧٠ سلنه بشپړې شوې دي.
هغه د پژواک خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ ډېره هڅه کوو، چې د خپلې پراختيايي بودجې ډېره برخه مصرف کړو خو د ظرفيتونو د نه شتون او امنيتي ستونزو له امله خپل ټاکلي هدف ته نه رسېږو.))
خو اسماعيل خان هيله وښوده، چې په روان کال کې به خپله ډېره پراختيايي بودجه ولګوي.
ولسي جرګې تېر کال ١٤ هغه وزيران استجواب کړل، چې په ١٣٨٩ کال کې يې د خپلې پراختيايي بودجې څلوېښت سلنه هم نه وه لګولې.
د يادو وزيرانو په ډله کې د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعيل خان هم شامل و.
د اوبو او برېښنا وزارت په ١٣٨٩کال کې د خپلې پراختيايي بودجې ٢٨ سلنه لګولې وه.









