ژبه

په کويټه کې چاودنې ١٢ تنه ووژل او تر٤٠ زيات يې ټپيان کړل

هجرت الله خروټی

۱۸ غبرګولی ۱۳۹۱ - ۱۸:۴۰

Views: ۸۹

کويټه ( پژواک ١٨ غبرګولى ٩١ ) :د پاکستان د بلوچستان ايالت په کويټه ښار کې ديوې ديني مدرسې پر وړاندې چاودنه کې ١٢ تنه وژل شوي او تر ٤٠ زيات ټپيان دي.

دغه چاودنه نن د غبرګولي په ١٨مه، د کويټې دسيټلايټ ټاون په سيمه کې د مفتاح العلوم په نامه ديوې ديني مدرسې مخې ته شوې ده.

د بلوچستان ايالت امنيتي سرچينې وايي، چې په دې چاودنه کې ٩ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي، خو عيني شاهدان او د روغتون مسوولين بيا د وژل شويو کسانو شمېره ١٢ تنه  ښيي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چاودنه په داسې حال کې شوې، چې په ياده مدرسه کې ددستار بندۍ مراسم روان وو.

عيني شاهدان وايي، چې په وژل شويو کسانو کې د مدرسې طالبان او يو شمېر ماشومان هم شامل دي.

د بلوچستان ايالت روغتيايي چارواکي وايي، چې ټپيان دکويټې ملکي او نظامي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.