منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

حامد کرزي په روسیه کې پر اوښتې مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۵ کتنې

 کابل ( پژواک ١٩چنګاښ ٩١) : افغان ولسمشر حامد کرزي په روسیه کې د سېلابونو له امله د اوښتي ځاني او مالي زیان له امله خواشیني څرګنده کړه.

د راپورونوله مخې،تېره ورځ د روسیې په یو شمېر سوېلي سیمو کې د پر له پسې اورښتونو له امله سېلابونه راووتلل، چې په پایله کې یې د ۱۸۰ کسانو په شاوخوا کې روسي وګړي ووژل شول او خلکو ته یې مالي زیانونه واړول.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژوک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې له همدې امله حامد کرزی د افغانستان د خلکو په استازیتوب د روسیې جمهور ريیس ولادیمیر پوتین،لومړي وزيردیمیتري مدویدوف او ددغه هېواد خلکو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.