اسعداباد (پژواک ٥ زمرى ٩١): د کونړ د مرورې ولسوالۍ خلکو د پاکستاني طالبانو پر وړاندې پاڅون کړى دى.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالحق د زمري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پاڅون د ولسوالۍ د چيناراو پيتاو د اوسېدونکو له خوا پيل شوى دى.
هغه، چې په خپله هم د پيتاو سيمې اوسېدونکى دى، زياته کړه، چې د دوى د سيمې تر درې سوه پورې خلک د پاکستاني طالبانو پر وړاندې پاڅېدلي دي.
د نوموړي په وينا، خلکو تېره شپه وروسته له هغه پاڅون پيل کړ، چې پاکستاني طالبانو (تحريک طالبان پاکستان) د خلکو پر ځورونې لاس پورې کړ.
عبدالحق وايي، چې د پاکستاني طالبانو د ځورونې او ظلمونو له امله نور خلک پوزې ته راغلي دي.
د پاڅون کوونکو له ډلې يو تن سراج وايي، چې له پاڅون سره سم د دوى او وسلوالو پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته هم شوې، چې له امله يې دوه طالبان ټپي شوي دي.
د هغه په وينا، په دې نښته کې ولسي خلکو ته زيان نه دى اوښتى.
سراج وايي، چې په مرورې ولسوالۍ کې مېشت د افغان طالبانو يوه ځايي قوماندان قاري ضياالرحمن په منځګړيتوب هڅه کېږي چې د خلکو او طالبانو ترمنځ روغه جوړه وشي.
د کونړ ولايتي مسوولين که څه هم دغه پاڅون تاييدوي، خو په اړه يې د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.
ديادونې ده چې د وسلوالو طالبانو د زور زياتي او ظلمونو له امله لومړى د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې پاڅون پيل شو، د دغه پاڅونو لړۍ بيا د لغمان بادپښ، پکتيا او تر فارياب ولايتونو پورې غځېدلې ده.