منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:53 غ.م
ننوتل
14° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

د سيمه ييزو پوليسو پر ضد لاريون وشو

· 3 دقیقې لوستل · 92 کتنې

ښرنه (پژواک، ١١ زمرى ٩١): د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکو په خپله ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او په پکتيکا کې د دغو پوليسو د قوماندان پر ضد لاريون وکړ.

 دغه لاريون نن (د زمري ١١ مه) د پکتيکا ولايت د اورګون ولسوالۍ او  د مرکز ښرنې د لارې پر سر د سرروضې په ولسوالۍ کې وشو.

 لاريون کوونکو دغه لاره تر درېيو ساعتونو پورې تړلې وه او د سيمه ييزو پوليسو او د هغوى د قوماندان عزيزالله پر ضد يې شعارونه ورکول.

 هغوی ويل، چې که يې غوښتنې ونه منل شي، له سيمي به کډه وکړي او د سيمه ييزو پوليسو پر ضد به ولسي پاڅونونه وکړي. 

 يو لاريون کوونکي قومي مشر ملامحمد يعقوب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سيمه ييز پوليس او په ځانګړي ډول د هغوى قوماندان د دغې ولسوالۍ خلک، قومي مشران، ځوانان او ښځې ځوروي، وهي ټکوي يې، غير قانوني او ناروا غوښتنې ترې کوي.

 د هغه په وينا، د عزيزالله کسانو ورته ويلي ، چې  يا به له کلي څخه کډې باروي او يا به خپل زامن سيمه ييزو پوليسو ته ورکوي او له دوى سره به دريږي.

 يو بل قومي مشر قوماندان نادر پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د قوماندان عزيزالله کسانو قومي مشران په ساعتونو ساعتونو په لمر کې کېنولي او وهلي ټکولي يې هم وو.

د هغه په خبره، د عزيزالله کسان سيمه ييز کولتور او دودونو ته سپکاوى کوي او قومي تعصب ته هم لمن وهي.

 د حاجي قاسم په نوم يو بل قومي مشر هم پژواک اژانس ته وويل: ((ما يوه مدرسه جوړه کړې وه، چې شاوخوا۵۰۰ تنو زده کړې په کې کولې، خو سيمه ييزو پوليسو بنده کړه او هم يې زه څو ورځې بندي کړى وم.))

 د سيمې يو ځوان عبادالله پژواک اژانس ته وويل، چې ياد ځواکونه د دولت د پاليسۍ او قانون پر خلاف داسې کړنې ترسره کوي، چې په هغه سره د دولت او خلکو ترمنځ ډېره فاصله رامنځ ته کېږي.

 لاريون کوونکو په پای کې د پکتيکا له امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ څخه وغوښتل، چې په سيمه ييزو پوليسو کې دې هغه کسان له دندو ګوښه کړي، چې خلک ځوروي.

 مل پاسوال دولت خان ځدراڼ پژواک اژانس ته وويل، چې دى به د لاريوکوونکو پر غوښتنو کلک غور وکړي.

 د هغه په وينا، هغه کسان چې خلک يې ځورولي او خلکو ته يې سپکاوى کړی، له قانون سره سمه سزا به ورکړي.

 په خپله قوماندان عزيزالله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى هېڅکله داسې کار نه کوي، چې خلکو ته يې زيان ورسېږي او هر وخت هڅه کوي، چې له خلکو سره ښه رويه وکړي.

 د هغه په وينا، ښايي د ده يو شمېر سرتېرو داسې کار کړى وي ، چې خلک ترې ځورېدلي وي، خو دى به ورته لارښوونه وکړي او په راتلونکي کې به يې نه تکراروي.